رياض 17 ستمبر (اے پي پي) د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان د ګل په ورځ په رياض كښې د مصر وزيراعظم مصطفي مدبولي هركلے كړې۔ اېس پي اے له مخې د سعودي ولي عهد د مصر وزيراعظم ته هېواد ته په راتللو هركلے ووئيلو او د سعودي قيادت د اړخه صدر عبدالفتاح السيسي لپاره ئې د نيكو هيلو پيغام وركړو۔ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو …
د سعودي ولي عهد سره د مصر وزيراعظم ملاقات، په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه
رياض 17 ستمبر (اے پي پي) د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان د ګل په ورځ په رياض كښې د مصر وزيراعظم مصطفي مدبولي هركلے كړې۔ اېس پي اے له مخې د سعودي ولي عهد د مصر وزيراعظم ته هېواد ته په راتللو هركلے ووئيلو او د سعودي قيادت د اړخه صدر عبدالفتاح السيسي لپاره ئې د نيكو هيلو پيغام وركړو۔ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو ،شريكې مرستي په امكانات او اړيكو ته لا ودي وركولو د تګلارو جاج واخستلے شو۔په دې موقع خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان، وزير مملكت او شوري كونسل چارو كابينې غړے ډاكټر عصام بن سعيد، د تجارت وزير ډاكټر ماجد القصبي، د سرمايه كارۍ وزير انجينيئر خالد الفالح، د خزاني وزير محمد الجدعان، پبلك انويسټمنټ فنډ ګورنر ياسر الرميان او نور وزيران او عهديدار هم موجود وو۔د دواړو هېوادونو سفيران او د مصر وزيران هم په دې موقع موجود وو۔










