په غزه كښې 16 لكه فلسطيني كډوال د ژوند بنيادي ضرورتونو څخه محروم شوي دي: سعودی شاہ سلمان هیومینټیرین ايډ اینډ ریلیف سنټر

ریاض ۔16ستمبر(اے پی پی) د سعودی عربستان د شاه سلمان هیومېنټیرین اېډ اېنډ ریلیف سنټر سركاري وياند ډاكټر سامر الجطيلي وئيلي دي چې په غزه كښې 16 لكه فلسطيني كډوال د ژوند بنيادي ضرورتونو څخه محروم شوي دي۔ د العربیه له مخې د شاه سلمان هيومېنټېرين اېډ اېنډ ريليف سنتر وياند ووئيل په غزه كښې د مرستې سامان رسولو عمل ستونزو سره مخ دے په دې ستونزو كښې كراسنګ بندول …

ریاض ۔16ستمبر(اے پی پی) د سعودی عربستان د شاه سلمان هیومېنټیرین اېډ اېنډ ریلیف سنټر سركاري وياند ډاكټر سامر الجطيلي وئيلي دي چې په غزه كښې 16 لكه فلسطيني كډوال د ژوند بنيادي ضرورتونو څخه محروم شوي دي۔ د العربیه له مخې د شاه سلمان هيومېنټېرين اېډ اېنډ ريليف سنتر وياند ووئيل په غزه كښې د مرستې سامان رسولو عمل ستونزو سره مخ دے په دې ستونزو كښې كراسنګ بندول او جنګ بندي نه كول شامل دي۔ ده ووئيل د بشري خواخوږۍ ادارو له به د مرستې سامان غزه ته رسولو له اقدامات كول وي۔ په كراسنګ د مرستې سامان جمع كېدل او بيا ددې خپل ځايې ته رسېدو كښې تاخير سره مسئلې له سوا كيږي۔ موسمی حالات، د کراسنګ پرله پسې بند پاتې كېدل او د ملګرو ملتونو په دفترونو كښې د صلاحيتونو د كچې ټيټوالې د مرستې سامان محفوظ ساتلو كښې ستونزې رامخې ته كوي۔ او سی اېچ اے خبردارې وركړې دې چې د فلسطيني وګړو تحفظ د دوئي بنيادي ضرورتونو پوره كولو او د نړيوال بشري قانون احترام ته اړتيا ده۔ سامر الجطيلی ووئيل د ورلډ فوډ پروګرام (ډبلیو اېف پی) لخوا په جاري كړې شوي رپورټ كښې د دې خبرې تصديق شوے دے چې تر كومې شخړه روانه وي او په مرسته بندېزونه دغسې لګېدلې وي نو په غزه كښې به د قحط لړۍ هم روانه وي۔

مزید خبریں