د پاکستان مسلم لیګ (ن) صد ر د آزاد کشمیر ټولټاكنو له د مسلم لیګ كانديدانو د نامو منظوری وركړه

اسلام آباد 14 جون (اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) صدر، د پارلمانی بورډ چیئرمېن او د پاکستان وزیراعظم محمد نواز شریف د پاکستان مسلم لیګ (ن) آزاد کشمیر ټولټاكنو 2016م لپاره د مسلم لیګ د كانديدانو نامو منظوری وركړه۔ د وزیراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاکټر آصف کرمانی د پارلمانی بورډ غړې کوآرډی نېشن سیکتر د پارلیمانی بورډ د غړو په سفارشات اډانه راپور وزیراعظم نواز …

اسلام آباد 14 جون (اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) صدر، د پارلمانی بورډ چیئرمېن او د پاکستان وزیراعظم محمد نواز شریف د پاکستان مسلم لیګ (ن) آزاد کشمیر ټولټاكنو 2016م لپاره د مسلم لیګ د كانديدانو نامو منظوری وركړه۔ د وزیراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاکټر آصف کرمانی د پارلمانی بورډ غړې کوآرډی نېشن سیکتر د پارلیمانی بورډ د غړو په سفارشات اډانه راپور وزیراعظم نواز شریف ته لندن ته لېږلې و د كومې چې وزیراعظم نواز شریف تيره ورځ منظوری وركړې۔ د نهې په ورځ جاری شوې بیان له مخې وزیراعظم محمد نواز شریف د ګونډ ټكټ ترلاسه كونكو كانديدانو کامیابۍ له دعا کولو خپل پیغام كښې ووئيل د مسلم لیګ (ن) نامزد كانديدان به د آزاد کشمیر پرمختګ ، سوكالۍ او د رڼاګانو منشور، عوامی خذمت او د ګډګورننس ایجنډا وړلو سره د کشمیری اولس خوا له ځي۔ ده ووئيل انشاء اللہ د مسلم لیګ (ن) نامزد كانديدان به ټاكنو كښې اکثریت ترلاسه كولو سره آزاد کشمیر اولس او د هغوي د بچو ژوند ښه كولو ، سوكالۍ او پرمختګ راولي ۔ محمد نواز شریف د پاکستان مسلم لیګ (ن) سینئر دوهم صدر سردار سکندر حیات خان، مسلم لیګ (ن) آزاد کشمیر صدر راجه محمد فاروق حیدر خان او د هغه ډلې لپاره د نيكو هيلو څرګڼدونه وكړه ۔