ويتنام كښې د طوفان ياګي له امله سېلاب او د خاورو كمرو راپريوتو په نتيجه كښې 141 كسان مړه او 59 بے دركه شول

هنوئي 11 ستمبر (اے پي پي) ويتنام كښې د طوفان ياګي له امله سېلاب او خاورو كمرو راپريوتو په نتيجه كښې 141 كسان مړه او 59 بے دركه شوې دي۔ شنهوا له مخې د ويتنام د زراعت او كلي وال پرمختګ وزارت ووئيل د شورو په ورځ د ويتنام تيون ګانګ ولايت كښې د طوفان ياګي له امله د سېلاب او خاورو كمرو راپريوتو په نتيجه كښې 141 كسان مړه …

هنوئي 11 ستمبر (اے پي پي) ويتنام كښې د طوفان ياګي له امله سېلاب او خاورو كمرو راپريوتو په نتيجه كښې 141 كسان مړه او 59 بے دركه شوې دي۔ شنهوا له مخې د ويتنام د زراعت او كلي وال پرمختګ وزارت ووئيل د شورو په ورځ د ويتنام تيون ګانګ ولايت كښې د طوفان ياګي له امله د سېلاب او خاورو كمرو راپريوتو په نتيجه كښې 141 كسان مړه او 59 بے دركه شول ،مړو كسانو كښې د 29 تعلق د کاو بنګ ولايت سره، د 45 تعلق د لاؤ کائي سره او د 37 تعلق د ين بائي ولايت سره ؤ ۔نېشنل سينټر فار هائيډرو ميټرولوجيکل فارکاسټنګ له مخې پايه تخت هنوئي كښې ريډ ريوور د سېلاب انتباهي سطح عبور کړې او د شورو په ورځ د دې سېلاب د لوړې كچې پيشګوئي شوې ده

مزید خبریں