متحرك قامونه نوې رجحاناتو څخه ځان خبر ساتلو له عصري عوښتنو سره په فعاله توګه پېوست وسي۔ چېئرېټي پروګرام د رسمي سفارتكارۍ ودې او د قامونو ترمينځه همغږۍ او ورورولۍ زياتولو كښې مرستياله ثابتېږي۔ پاكستانۍ مېرمنې په هره څانګه كښې په فعاله ډول خپل كردار ترسره كوي۔ د اولنۍ مېرمېن بېګم محموده ممنون حسېن د پاكستان فارن آفس وېمن اېسوسي اېشن چېئرېټي بازار ته خطاب

قاهره ۔ 03 دسمبر (اے پی پی) اولنۍ مېرمنې بېګم محموده ممنون حسېن وئيلي دي متحرك قامونه نوې رجحاناتو څخه ځان خبر ساتلو له عصري عوښتنو سره په فعاله توګه پېوست وسي۔ دې د اتوار په ورځ د پاكستان فارن آفس وېمن اېسوسي اېشن ( پي اېف او ډبليو اے) چېئرېټي بازار ته خطاب كولو۔ دا بازار د خارجه چارو وزارت كښې لګولې شوې وو۔ اولنۍ مېرمنې ووئيل چېئرېټي پروګرام …

قاهره ۔ 03 دسمبر (اے پی پی) اولنۍ مېرمنې بېګم محموده ممنون حسېن وئيلي دي متحرك قامونه نوې رجحاناتو څخه ځان خبر ساتلو له عصري عوښتنو سره په فعاله توګه پېوست وسي۔ دې د اتوار په ورځ د پاكستان فارن آفس وېمن اېسوسي اېشن ( پي اېف او ډبليو اے) چېئرېټي بازار ته خطاب كولو۔ دا بازار د خارجه چارو وزارت كښې لګولې شوې وو۔ اولنۍ مېرمنې ووئيل چېئرېټي پروګرام د رسمي سفارتكارۍ ودې او د قامونو ترمينځه همغږۍ او ورورولۍ زياتولو كښې مرستياله ثابتېږي۔ بېګم محموده حسېن په نړيواله كچه د پاكستاني كلتور رامخې ته كولو او خارجه وزارت سره د تعلق لرونكو وروستو پاتې كورنيو مرستې له د خېر ښېګړې په هلو ځلو كښې د مهم كردار په ترسره كولو د پي اېف او ډبليو ستائنه وكړه۔ دې د اطمينان څرګندونه وكړه چې پي اېف او ډبليو چېئرېټي بازار د بېلو هېوادونو سفارتكارو ته د يو بل كلتور زده كولو له غوره موقعې وركوي۔ دې ووئيل په دې كښې هېڅ شك نشته چې د بېلو كلتورونو او كسانو يو ځائې كولو سره د قامونو ترمينځھ اړيكې مضبوطېږي۔ دې ووئيل دا خبره د خوشحالۍ ده چې د پي او ډبليو دائره كار پراخا كېږي۔ دې ووئيل د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل د خارجه څانګې مشري مېرمنه خارجه سېكتره كوي۔ دا ددې خبرې ښكاره مثال دے چې پاكستانۍ مېرمنې په هره څانګه كښې په فعاله ډول خپل كردار ترسره كوي۔ اولنۍ مېرمېن بېګم محموده ممنون حسېن د ايوان صدر لخوا پي اېف او ډبليو لپاره د 5 لكهه روپو اعلان وكړو۔ دې د بازار د بېلو سټالونه دوره وكړه۔ خارجه سېكتر تهمينه جنجوعه ووئيل د پي اېف او ډبليو اے 70 مې سالګرې په مهال دا بازار ولګولې شو۔ د اېف او ډبليو اے صدر ډاكټر عائشه حق ووئيل پي اېف او ډبليو اے د كم آمدن لرونكو په سوؤنو كورنيو د آفتونو په مهال مرسته كړې او ددوئي د كوچنيانو د ودونو بندوبست ئې هم كړې۔

مزید خبریں