اسلام آباد ۔ 03 دسمبر (اے پی پی) 3 دسمبر هر كال د معذوره وګړو د ورځې په توګه د پاكستان په شمول ټوله نړۍ كښې لمانځلې شي۔ د دې ورځې په مناسبت د اتوار په ورځ د كېډ وزارت او بېلو سركاري څانګو په شمول او د نورو شراكت دارو په اشتراك اسلام آباد كښې خصوصي دستوره وشوه كومه كښې چې اولنۍ مېرمنې محترمه ثمينه شاهد خاقان عباسي ٬ …
د معذوره وګړو ورځې په مناسبت اسلام آباد كښې خصوصي دستوره ۔ دستوره كښې د اولنۍ مېرمنې محترمه ثمينه خاقان عباسي ٬ د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې ٬ د كېډ دوهم وزير ٬ د كېډ وزارت پارلماني سېكتر او د روغتيا نړيوالې ادارې كنټري هېډ په شمول د نورو اعلې چارواكو ګډون

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 03 دسمبر (اے پی پی) 3 دسمبر هر كال د معذوره وګړو د ورځې په توګه د پاكستان په شمول ټوله نړۍ كښې لمانځلې شي۔ د دې ورځې په مناسبت د اتوار په ورځ د كېډ وزارت او بېلو سركاري څانګو په شمول او د نورو شراكت دارو په اشتراك اسلام آباد كښې خصوصي دستوره وشوه كومه كښې چې اولنۍ مېرمنې محترمه ثمينه شاهد خاقان عباسي ٬ د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ٬ د كېډ دوهم وزير طارق فضل چوهدري ٬ د كېډ پارلماني سېكترې مائزه حميد ٬ د روغتيا نړيوالې ادارې كنټري هېډ آسائمر كنډاني په شمول اعلی سركاري او غېر سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې طارق فضل چوهدري ووئيل د معذور وګړو د حقونو خيال ساتلو حكم په قرآن كښې موجود دے او د دې لوظ پخلي ورځ ده چې مونږ به دې وګړو ته ددوئي خاص مقام وركولو له هڅې كوؤ۔ ده ووئيل خصوصي وګړي په نړيواله كچه د هېواد نامه روښانه كوي۔ ده ووئيل د كېډ وزارت ددوئي تعليم او تربيې له د بشپړه منصوبه بندۍ تر سېوري لاندې ګامونه پورته كوي۔ د روغتيا نړيوالې ادارې كنټري هېډ آسائمر كنډاني ووئيل معذور وګړي خاص خوبۍ لري او ددوئي د تعليم ٬ تربيې او ترقۍ د بشپړه پالېسي جوړولو په لړ كښې شمېرې ته اړتيا او په دې اړه به ډبليو اېچ او د پاكستان حكومت هره ممكن مرسته كوي۔ دستورې ته د پاكستان بلائېنډ كركټ كونسل چيئرمېن سيد سلطان شاه په شمول د سپېشل اېجوكېشن ډي جي عشرت مسعود هم خطاب وكړو۔ په دې مهال معذور كوچنيانو رنګا رنګ پروګرامونه وړاندې كړل كوم چې وستائلې شوو۔










