د چين سفارت د مهمو چينائي پوهنتونونو په اشتراك پاكستاني خبريالانو له تربيتي پروګرام بیجنگ۔ 03 دسمبر (اے پی پی) د چين سفارت د مهمو چينائي پوهنتونونو په اشتراك پاكستاني خبريالانو له 27 نومبر څخه د روان تربيتي پروګرام مقصد د پاكستان او چينائي خبريالانو ترمينځھ ادراك او تګ راتګ ته وده وركول دي۔ د چين زده كړو ٬ ابلاغ ٬ توان او نورو څانګو سره تعلق لرونكو نوموړو شخصياتو …
27 نومبر څخه د جاري پروګرام مقصد د پاكستان او چينائي خبريالانو ترمينځھ ادراك او تګ راتګ ته وده وركول دي۔ د چين نوموړو شخصياتو د معيشت ٬ سياست ٬ توان ٬ ميډيا او بنيادي اډانې په څانګو كښې شريكو اړيكو ته په وده وركولو زور ۔ اقتصادي راهداري منصوبه كښې موجودې بلها موقعې او د ابلاغ ذريعې دوه اړخيزه رابطو ته وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ چين د اقتصادي معجزې زمكه او 21 مه پېړۍ به د چين وي۔ د پوهانو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
د چين سفارت د مهمو چينائي پوهنتونونو په اشتراك پاكستاني خبريالانو له تربيتي پروګرام
بیجنگ۔ 03 دسمبر (اے پی پی) د چين سفارت د مهمو چينائي پوهنتونونو په اشتراك پاكستاني خبريالانو له 27 نومبر څخه د روان تربيتي پروګرام مقصد د پاكستان او چينائي خبريالانو ترمينځھ ادراك او تګ راتګ ته وده وركول دي۔ د چين زده كړو ٬ ابلاغ ٬ توان او نورو څانګو سره تعلق لرونكو نوموړو شخصياتو د معيشت ٬ سياست ٬ توان ٬ ميډيا او بنيادي اډانې په څانګو كښې شريكو اړيكو ته په وده وركولو زور راوړلو سره وئيلي دي چين د اقتصادي معجزې زمكه او 21 مه پېړۍ به د چين وي۔ اقتصادي راهداري منصوبه كښې موجودې بلها موقعې او د ابلاغ ذريعې دوه اړخيزه رابطو ته وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔د ابلاغ ذريعو نمائندګانو ٬ دانشورانو او د زده كړې پوهانو پرله پسې تګ راتګ سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه دوي د پاكستاني خبريالانو د لنډې مودې تربيتي پروګرام په مهال په مهمو موضوعاتو د خبرو كولو په مهال وكړه۔ د پروګرام اهتمام اسلام آباد كښې د چين سفارت چينائي پوهنتون رنمن او د يونېورسټي آف بيجنګ اشراك سره شوے وو۔ 27 نومبر څخه د جاري پروګرام مقصد د پاكستان او چينائي خبريالانو ترمينځھ ادراك او تګ راتګ ته وده وركول دي۔ د رنمن پوهنتون سكول آف جرنلز پروفېسر ژونګ چين ووئيل چين په بېلو څانګو كښې ډېره ترقي كړې۔ او ميډيا پرمختګ لپاره د بنيادي محرك حېثيت لري۔ ده د چين په ورځپاڼو ٬ ټي وي چېنلونو او د نشرياتي ادارو په شمول په ميډيا انډسټري تفصيلي رڼا واچوله۔ ده ووئيل د پاكستان او چين ترمينځھ د ميډيا د لارې مرسته همغږۍ ته وده وركولو او مرسته لا سوا كولو كښې مهم كردار لوبولې شي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو د ابلاغ ذريعو كسانو دې زيات تګ راتګ وكړي چې ورسره به د يو بل ټولنې څخه خبرېدو كښې مرسته ترلاسه شي۔ پروفیسر ژونګ ګوانګ جیان چين ته د پېښو مسئلو ذكر كولو سره ووئيل غذائی تحفظ، په لرې پرتو سيمو كښې بې وسي ٬ د آمن غېر مساوي وېش او ماحولياتي آلودګي لوئې چېلنجونه دي دكومې مقابلې له چې د چډين مشرتابه ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل چين پاكستتن سره دوه اړخيزه اړيكې لا زياتول غواړي او په خاص توګه د ميډيا او زده كړو په مېدان كښې دوه اړخيزه رابطو سره به دوه اړخيزه اړيكې لا وده ومومي۔ د رنمن پوهنتون سکول آف انټرنېشنل سڼډيز ایسوسی اېټ پروفېسر کوئی شوجن د “بېلټ اېنډ روډ اقدام” نظر كښې نيولو سره د چين په توان حكمت عملۍ لېكچر وركولو سره ده ووئيل چين د توان څانګه ډېره مهمه ګڼي۔ په دې لړ كښې چين زيات انحصار په كوئله ٬ تېل او ګاز كوي۔ ده ووئيل پاك چين اقتصادي راهداري كښې د توان څانګه ډېره مهمه ده۔ دې سره به د سيمې تقدير بدل شي او دا به د پاكستان په ګټه وي كوم چې دا مهال د توان مسئلې سره مخ دے۔ ده ووئيل د ګوادر بندرځائې د لارې به چين د تېل درآمد كولو له آسانه او مختصره لاره مومي۔ ده ووئيل پاكستان او چين د ترهګرۍ او انتها خوښۍ مخنيوي له كلك عزم لري او نزدې دوه اړخيزه مرسته هم كوي۔ دا دواړه هېوادونه د هېواد معيشت ٬امن او استحكام لپاره هم ډېر ښه دي۔ د پاكستاني ميډيا پلاوي د چائنه رېډیو انټرنېشنل هم دوره وكړه او ددې د انګرېزۍ او اردو سروس څانګو سره تعلق لرونكو خبريالانو سره ئې ملاقات وكړو۔ د چائنه رېډیو انڼرنېشنل اردو سروس مشرې مسز مهوش د خپلې څانګې چارو په اړه بريفېنګ وركړو۔ دې ووئيل د ابلاغ ذريعو ترمينځھ مرستې ته وده وركولو ډېر ضروري دي۔ د ميډيا پلاويو تګ راتګ بايد زيات وي۔ دې سره به دوه اړخيزه اړيكې او اولس رابطې لا قوي شي۔ دې ووئيل د اردو سروسز د 18 ساعتونو نشريات دي كومو كښې چې 15 ساعته پاكستان او 3 ساعته بيجنګ څخه خپرولې شي۔ اسلام آباد كښې چائنه رېډيو انټرنېشنل يو لوئے نېټ ورك دے۔ د ميډيا پلاوي د تیان من سکوائر ، پېلس میوزیم او د چين ديوال هم دوره وكړه كوم چې د چين په تاريخ كښې ښكاره حېثيت لري۔










