اسلام آباد ۔ 2 دسمبر (اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو د صنعتي پرمختګ ادارې مهم پالېسي جوړونكې غړے وټاكل شو۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه ددې ټاكنې اعلان ويانا كښې د جنرل كنفرنس په 70 مې غونډه كښې وشو كومه چې تېره ورځ پايې ته ورسېده۔ د دې پرېكړې ترمخه پاكستان به صنعتي بورډ لپاره كال 2018ء څخه تر كال 2021ء نورو څلور كلونو لپاره او پروګرام او …
پاكستان د ملګرو ملتونو د صنعتي پرمختګ ادارې مهم پالېسي جوړونكې غړے وټاكل شو۔ د ټاكل كېدو اعلان ويانا كښې د جنرل كنفرنس غونډه كښې وشو۔ د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 2 دسمبر (اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو د صنعتي پرمختګ ادارې مهم پالېسي جوړونكې غړے وټاكل شو۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه ددې ټاكنې اعلان ويانا كښې د جنرل كنفرنس په 70 مې غونډه كښې وشو كومه چې تېره ورځ پايې ته ورسېده۔ د دې پرېكړې ترمخه پاكستان به صنعتي بورډ لپاره كال 2018ء څخه تر كال 2021ء نورو څلور كلونو لپاره او پروګرام او بجټ كمېټۍ له به 2018ء څخه تر 2019 د دوه كالو مودې له كار كوي۔ ویانا كښې پاكستانۍ سفيره عائشه رياض هم د جنرل كنفرنس دوهم صدر غوره كړې شوه۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل د پاكستان دا ټاكنه په ګڼ اړخيزه فورمونو كښې په پاكستان د نړيوالې ورورولۍ د باور څرګندونه ده۔ ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو صنعتي پرمختګ ادارې سره غوره اړيكې لري او پاكستان د پرمختګ ايجنډې 2030ء تر سېوري لاندې د ټاكلو هدفونو ترلاسه كولو له به د ملګرو ملتونو د صنعتي پرمختګ ادارې سره كار روان ساتي۔










