ترهګر هېواد كښې انتشار او ناامني غواړي۔ بهرني او داخلي دښمنان د پاكستان امن د مېنځه وړل غواړي۔ احسن اقبال ۔ ټولو ادارو له به د ترھګرۍ په ضد په ګډه جنګ كول وي۔ د پاك پوځ او پوليس كاركردګي د ستائنې وړ ده۔ پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو ته به 10 ٬ 10 لكھه ٬ سخت ژوبل شويوته 5 ٬ 5 لكھھ او معمولي ژوبل شويو ته به 2 ٬ 2 لكھه روپۍ وركولې شي۔ د وفاقي وزير په زرعي ډائرېکټورېټ د ترسره شوي ترهګر بريد ژوبل شويو تپوس پوښتنې څخه وروستو ميډيا سره خبرې

پېښور۔02 دسمبر (اے پی پی ) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي بهرني او داخلي دښمنان د پاكستان امن د مېنځه وړل غواړي۔ حيات آباد ميډيكل كمپلېكس كښې په زرعي ډائرېکټورېټ د ترسره شوي ترهګر بريد په نتيجه كښې د ژوبل شويو كسانو تپوس پوښتنې كولو څخه وروستو ده ميډيا سره خبرې كولې۔ په دې مهال د خېبر پختونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا او د وزيراعظم سلاكار …

پېښور۔02 دسمبر (اے پی پی ) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي بهرني او داخلي دښمنان د پاكستان امن د مېنځه وړل غواړي۔ حيات آباد ميډيكل كمپلېكس كښې په زرعي ډائرېکټورېټ د ترسره شوي ترهګر بريد په نتيجه كښې د ژوبل شويو كسانو تپوس پوښتنې كولو څخه وروستو ده ميډيا سره خبرې كولې۔ په دې مهال د خېبر پختونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا او د وزيراعظم سلاكار امير مقام هم موجود وو۔ احسن اقبال ووئيل د پاك پوځ او د خېبر پختونخوا پوليس كاركردګي د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل هېواد چې كله داخلي انتشار سره مخ وي نو بيا بهرني او داخلي دښمنان هم داسې ګزار كوي بياهم ټولو ادارو له به د ترهګرۍ په ضد په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل مونږ د شهيدانو وينه هېرولې نه شو۔ ترهګر به د تېښتې لاره نه مومي۔ ده ووئيل كورني او خارجي دښمنان د پاكستان امن د مېنځھ وړل غواړي ولې ټول اولس له به د ترهګرۍ په ضد يو موټې كېدل وي۔ داخله وزير پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو له 10 ٬ 10 لكھه ٬ سخت ژوبل شويو له 5 ٬ 5 لكهه او معمولي ژوبل شوي له 2 ٬ 2 لكھه روپۍ اعلان كړې۔ دې څخه وړاندې ګورنر هاؤس پېښور كښې د امنيت په اړه د لوړې كچې يوه غونډه وشوه۔ غونډه كښې داخله وزير احسن اقبال، ګورنر انجینئر اقبال ظفر جھګړا، انجینئر امیرمقام او د امنيتي ادارو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې صوبه كښې د امن او امان وضعې بشپړ جاج واخستلې شو۔ غونډه كښې پېښه كښې د شهيد شويو لوړو درجو له فاتحه خواني وكړې شوه۔ غونډه كښې د پېښې غندنه او په وخت د كاروائۍ په كولو د ځواكونو ګامونو ستائنه وشوه۔ دواړو لارښودو په دې اتفاق وكړو چې د ترهګرو ارادې به ناكامه كوو۔ دوئي ووې د فورسز په وخت كاروائۍ قامي لوئې پېښې څخه ساتلې۔ غونډه كښې د پېښې ژوبل شويو زر روغتيا له د نېكو هيلو څرګندونه وشوه۔

مزید خبریں