بې شمېره درود او سلام دے وي په آخري نبي الزمان ٬ شكر د لوئے څښتن چې مونږ ئې د حضرت محمد (ص) امتيان جوړ كړو او د آخرت جوړولو وسيله ئې راكړه۔ د حضور (ص) د زېږېدنې مباركې ورځې په بركت ددوئي په لافاني تعليماتو د زړه نه عمل كولو له د لوظ پخلي ته اړتيا ده۔ سيرت النبي (ص) څخه هر وګړې په انفرادي توګه او ټولنه په معاشي توګه لارښودنه ترلاسه كولې شي۔ د اولس مشر ممنون حسېن د خالي په ورځ كنونشن سېنټر اسلام آباد كښې نړيوال سيرت كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد ۔ 02 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي بې شمېره درود او سلام دے وي په آخري نبي الزمان ٬ شكر د لوئے څښتن چې مونږ ئې د حضرت محمد (ص) امتيان جوړ كړو او د آخرت جوړولو وسيله ئې راكړه۔ د حضور (ص) د زېږېدنې مباركې ورځې په بركت ددوئي په لافاني تعليماتو د زړه نه عمل كولو له د لوظ پخلي ته …

اسلام آباد ۔ 02 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي بې شمېره درود او سلام دے وي په آخري نبي الزمان ٬ شكر د لوئے څښتن چې مونږ ئې د حضرت محمد (ص) امتيان جوړ كړو او د آخرت جوړولو وسيله ئې راكړه۔ د حضور (ص) د زېږېدنې مباركې ورځې په بركت ددوئي په لافاني تعليماتو د زړه نه عمل كولو له د لوظ پخلي ته اړتيا ده۔ سيرت النبي (ص) څخه هر وګړې په انفرادي توګه او ټولنه په معاشي توګه لارښودنه ترلاسه كولې شي۔ اولس مشر د خالي په ورځ كنونشن سېنټر اسلام آباد كښې نړيوال سيرت كنفرنس چې سرخط ئې ” اسلامی ریاست میں قومی قیادت کے رہنما اصول تعلیمات نبوی (ص) کی روشنی میں ” ته خطاب كولو۔ ده ووئيل كله چې وطن دارو د رحمت نبي (ص) د زېږېدنې ورځې جشن لمانځلو او ددوئي په پاكو طريقو د تلو عهد ئې كولو بدبختو په پېښور كښې په بې ګناه وګړو بريد وكړو۔ د حضور (ص) په تعليماتو يقين لرونكي داسې نه شي كولې۔ اولس مشر دې پېښې په سختو ټكو كښې غندنه وكړه او ځپليو كورنيو سره ئې خواخوږي ښكاره كړه۔ ده ووئيل قام د ترهګرۍ نوغې ويستلو له لوظي دے۔ اولس مشر ووئيل څه موده وړاندې انټرنېشنل اسلامک پوهنتون كښې علماﺀ كرامو د انتها خوښۍ او تشدد په اړه يوه شريكه اعلاميه جاري كړې وه كومه چې يو ښه هڅه وه۔ ده په دې مهال سيرت كنفرنس كښې ګډون كوونكو مېلمنو ته هركلې او انعامونه ترلاسه كوؤنكو ته مباركي وركړه۔ ده ووئيل څنګه چې د قرآن كريم هر لفظ په لوح محفوظ او انساني زړه كښې محفوظ دے دغسې سيرت النبي (ص) هم محفوظ دے۔ ده ووئيل د سیرت النبي (ص) په رڼا كښې د مشرتابه معيار يو ګران سوال نه دے په دې اړه د سيرت النبي په ټولو كتابونو كښې بشپړ بحث موجود دے۔ اولس مشر ووئيل نن نړۍ بېلو مسئلو سره مخ ده چې سوبونه ئې مختلف دي۔ او زمونږ سيمه هم دې بې چېنۍ څخه محفوظه نه ده۔ ده ووئيل په داسې حالاتو كښې نظر لرونكي قامونه او مشرتابه د مسئلو د علمي ٬ كلتوري ٬ معاشرتي او سياسي اړخونو جاج اخستلو سره د عمل لارې تعين كوي۔ ده ووئيل د حضور (ص) د بعثت په وخت د دغه وخت ټولنه مسائلو سره مخ وه۔ كمزورې ډلې د طاقتور ډلو لخوا فشار سره مخ وې۔ ظلم عام وو۔ او دې حالاتو كښې چې كله حضور (ص) دعوت وركړو نو د عرب عجم وګړي اسلام پلو راغلل۔ د حضور (ص) هڅو خلك دوئي ته نزدې كړل او هغوي ليدل چې د نبي كريم (ص) په دعوت كښې ددوئي د ټولو مسئلو حل موجود دے۔ اولس مشر ووئيل د حضور (ص) بعثت څخه وروسته ټولنې څخه فضول رسمونه ختم شول۔ د علم ترلاسه كول لازم شو٬ارتكاز دولت ته ښه كتلې نه شو۔ ټولنه كښې داسې بدلون رامخې ته شو په كوم چې نن هم وياړ كېدې شي۔ ده ووئيل دغه معيار خپلولو سره نن هم ټوله نړۍ كښې امن ٬ پرمختګ او خوشحالي راتلې شي۔ اولس مشر ووئيل سيرت څخه دا درس ترلاسه كېږي چې د مشرتابه ذمه واري څوك پورته كولې شي هغه څوك چې زړه ئې د علم په نور ښكلې او د پاكيزه كردار مالك وي۔ حقيقت دا دے چې اسلام د دې صفتونو غوښتنه اهل اقتدار سره سره هر هغه وګړي څخه كوي كوم چې په ديني ٬ علمي او تهذيبي مېدان كښې لارښود وي۔ اولس مشر ووئيل مونږ د لوئي څښتن په فضل د نبي كريم (ص) په طريقو تللو سره دنيا او آخرت كښې كاميابۍ ترلاسه كولې شو۔ ده د كنفرنس په راجوړولو د مذهبي چارو وزارت ٬ د سيرت النبي مصنفينو او انعام ترلاسه كوؤنكو ته مباركي وركړه۔ ده دعا وكړه چې لوئے څښتن دے زمونږ هڅې قبولې كړي او د آقائے نامدار (ص) په طريقو د تلو دې توفيق راكړي۔

مزید خبریں