د عید میلادالنبی(ص) ورځ مباركه او اسلامي نړۍ له يوه مهمه ورځ ده۔ دا ورځ مونږ ته د اسوه حسنه په رڼا كښې د ژوند كولو درس راكوي۔ سیرت النبی کانفرنس پیغمبر اسلام (ص) سره د نسبت او محبت ثبوت دے۔ د مذهبي چارو او مذهبونو ترمينځھ د همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد یوسف نړيوال سیرت النبی (ص) کانفرنس ته خطاب

اسلام آباد ۔ 02 دسمبر(د مذهبي چارو او مذهبونو ترمينځھ د همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد یوسف وئيلي دي د عید میلادالنبی(ص) ورځ مباركه او اسلامي نړۍ له يوه مهمه ورځ ده۔ دا ورځ مونږ ته د اسوه حسنه په رڼا كښې د ژوند كولو درس راكوي۔ سیرت النبی کانفرنس پیغمبر اسلام (ص) سره د نسبت او محبت ثبوت دے۔ د دې خيالاتتو څرګندونه وفاقي وزير د خالي په ورځ …

اسلام آباد ۔ 02 دسمبر(د مذهبي چارو او مذهبونو ترمينځھ د همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد یوسف وئيلي دي د عید میلادالنبی(ص) ورځ مباركه او اسلامي نړۍ له يوه مهمه ورځ ده۔ دا ورځ مونږ ته د اسوه حسنه په رڼا كښې د ژوند كولو درس راكوي۔ سیرت النبی کانفرنس پیغمبر اسلام (ص) سره د نسبت او محبت ثبوت دے۔ د دې خيالاتتو څرګندونه وفاقي وزير د خالي په ورځ ’’اسلامی ریاست میں قومی قیادت کے رہنماء اصول تعلیمات نبوی(ص) کی روشنی میں‘‘ په سرخط نړيوال سيرت النبي (ص) كانفرنس كښې د استقباليې خطبه كښې وكړه۔ ده كنفرنس كښې ګډون كوؤنكو وزيرانو ٬ پارلماني غړو ٬ سفيرانو ٬ د كرغزستان مفتي اعظم ٬ د بېلو هېوادونو سكالرانو او اديبانو ته هركلې ووې۔ ده ووئيل د عید میلادالنبی(ص) ورځ مباركه او اسلامي نړۍ له يوه مهمه ورځ ده۔ دا ورځ مونږ ته د اسوه حسنه په رڼا كښې د ژوند كولو درس راكوي۔ ده ووئيل د حضور نبي كريم (ص) تعليمات خپرول او دا امت كښې ژوندي كول د وخت مهمه غوښتنه ده۔ ده ووئيل د مذهبي چارو وزارت د دې تعليماتو خپرولو كښې خپل كردار ترسره كوي او په هېواد كښې د محفلونو راجوړول ددې لړۍ يو كړۍ ده۔ ده ووئيل ددې كنفرنسونو مقصد د نبي كريم (ص) تعليمات خپرول دي۔ هر كال د حضور(ص) د زېږېدنې ورځې په مناسب د نړيوال سيرت كنفرنس كولو مقصد د نبي كريم (ص) تعليماتو څخه اولس خبرول دي۔ په دې مهال ده د مذهبي چارو وزار لخوا د پورته كړې شويو ګامونو په اړه هم ووئيل كومو كښې چې د قرآن پاک د شهيد پاڼو په مناسبه توګه تلف كولو له د ري سائيكلنګ پلانټ لګول ٬ د قرآن طباعت ٬ په انټرنېټ د سپكاوي مواد مخنيوي له د سېل جوړول ٬ د رمضان احترام قانون لا موثر جوړولو له بدلون٬ د جهېر په اړه قانون سازي او حج آپرېش كښې لا ښه والې راوستل شامل دي۔ ده ووئيل وزارت خپله كاروائي په وېب پاڼه او سوشل ميډيا روزانه اپ ډېټ كوي دغسې چې اولس ته د وزارت كاركردګۍ په اړه تازه معلومات ترلاسه وي۔

مزید خبریں