سوچی ۔ 02 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي شنګھائي تعاون تنظيم امن ٬ استحكام ٬ دوه اړخيزه رابطو او پرمختګ له كار كوي۔ د كوم بشپړه غړېتوب چې پاكستان لپاره د درناوي خبره ده۔ د شنګھائی تعاون تنظیم مشرانو حكومت كونسل غونډې ته خطاب كښې ده ووئيل اې سي او يو داسې تنظيم دے كوم چې خپلو كښې د رابطو ساتلو ٬ تجارت ٬ توان …
پاكستان افغانستان كښې امن ٬ استحكام او پرمختګ غواړي او د ترهګرۍ ختمولو عزم لري۔ مونږ به خپله خاوره كم ډول ترهګرۍ او انتها خوښۍ له كارول كېدو له چاله ورنكړو۔ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د شنګھائی تعاون تنظیم مشرانو حكومت كونسل غونډې ته خطاب
سوچی ۔ 02 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي شنګھائي تعاون تنظيم امن ٬ استحكام ٬ دوه اړخيزه رابطو او پرمختګ له كار كوي۔ د كوم بشپړه غړېتوب چې پاكستان لپاره د درناوي خبره ده۔ د شنګھائی تعاون تنظیم مشرانو حكومت كونسل غونډې ته خطاب كښې ده ووئيل اې سي او يو داسې تنظيم دے كوم چې خپلو كښې د رابطو ساتلو ٬ تجارت ٬ توان او د اقتصادي پرمختګ په لړ كښې د كار پراخا استعداد لري۔ ده ووئيل دا تنظيم د ټولې سيمې پرمختګ او سوكالۍ له مرستيال ثابتېدې شي۔ او پاكستان به د تنظيم لا فعاله جوړولو كښې كوټلې كردار ترسره كوي۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان د صارف مارکیټ حجم 20 کروړ څخه په زياتو كسانو مشتمل دے كوم چې د پراخا كاروبار موقعې او تر ټولو د نوي بنيادي اډانې اسانۍ لري۔ ده ووئيل پاكستان يو پخوانے تاريخ او كلتور لرونكے هېواد دے۔ ده ووئيل دا تنظيم د ټولې سيمې پرمختګ او سوكالۍ له مرستيال ثابتېدې شي او سي پېك كوم چې د يوې پټۍ يوې لارې په نظريه مشتمل دے ٬ دې سره به د اېس سي او خپلو كښې رابطو ته وده وركولو كښې او د اقتصادي مرستې نظريې مكمل كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی خپل خطاب كښې دا هم ووئيل د سی پېک د لارې به د اېس سي او 6 لويو تجارتي راهداريانو يو بل سره تړلو كښې مرسته ترلاسه شي او ورسره به بېلو هېوادونو سره تجارتي اړيكې وده ومومي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ اقتصادي پرمختګ او د شريكو رابطو ودو منصوبو ته خاص پاملرنه كوو دغسې چې د سيمې د مجموعي پرمختګ اهداف ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د ترهګرۍ او انتها خوښۍ ستونزو سره مخ دے او دا د سيمه ايز او نړيوال پرمختګ په لاره كښې ولاړ لوئے خنډ دے۔ وزیراعظم ووئيل مونږ د زرګونو په شمېر قربانۍ وركړې دي په كومو كښې چې 6500 عسكر او د قانون نافذ كوؤنكو ادارو اهلكارو قربانۍ شامل دي۔ ده ووئيل زمونږ معيشت ته د ترهګرۍ په سوب د 12 ارب ډالر څخه زيات مالي زيان پورته كړې۔ دې سره د ترهھ ګرۍ او انتها خوښۍ ختمولو په لړ كښې د پاكستان د هڅو عكاسي كيږي۔ ده ووئيل مونږ به خپله خاوره كومې ترهګرۍ يا انتها خوښۍ له كارولو ته نه وركوؤ۔ او پاكستان د ترهګرۍ لعنت ختمولو عزم لري۔ وزيراعظم ووئيل مونږ به د اېس سي او مقصدونو او هدفونو ترلاسه كولو له د ترهګرۍ او انتها خوښۍ ختمول باوري كولو له خپل په زړه پورې كردار ترسره كوو۔ وزيراعظم ووئيل ترهګري د كومې سيمې ٬ هېواد يا اولس انفرادي مسئله نه ده بلكې دا يوه نړيواله مسئله جوړه شوې۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان افغانستان كښې امن ٬ استحكام او پرمختګ غواړي او مونږ به ددې مقصد لپاره د اېس سي او پلېټ فارم څخه د افغان کنټېکټ ډلې د لارې مشاورتي او د مرستې عمل ته لا پراختيا وركړو۔ ده ووئيل ددې ډلې مقصد د افغانستان لخوا امن او امان لپاره د روانو سياسي هڅو مرسته كول دي دغسې د افغانستان امنيت ته د ترهګرۍ پېښو خطرو كمولو سره سيمه كښې امن او امان په ځائې كړې شي۔ د خپل خطاب په پايه كښې وزيراعظم ووئيل مونږ له به د سيمې ايزې بنيادي اډانې پرمختګ او ښه والي سره د مواصلاتي رابطو ودې ته خاص پاملرنه كول وي۔ ده ووئيل د اېس سي او بزنس كونسل او اېس سي او انټر بېنك اېسوي اېشن هڅو مرستې له مونږ له به د اقتصادياتو ٬ تجارت او سرمايه كارۍ په شمول شريكه مرسته لا زياتول وي۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی ووئيل نن مونږ ته د اېس سي او پلېټ فارم څخه يوه تاريخي موقع ترلاسه شوې چې ورسره مونږ خپلو كښې رابطو ته وده وركولې شوو او راتلونكو لسيزو كښې به اېس سي او د يو مهم نړيوال جیو پولیټیکل او جیو اکنامک قوت په توګه رامخې ته شي۔ ده ووئيل مونږ له به د اېس سي سي او استعداد څخه استفاده كول وي او دې مقصد لپاره پاكستان خپل كردار لوبولو ته چمتو دے۔ ده كال 2018ء كښې د راروانو حكومتي مشرانو غونډې له د تاجكستان كوربتوب خوشبين وګرځولو ۔ ده هند ته هم د شنګھائي مرستې تنظيم غړي په جوړېدو مباركي وركړه۔









