پېښور ۔01 دسمبر (اے پی پی ) پېښور كښې په ډائرېکټورېټ زراعت د ترهګرۍ بريد په نتيجه كښې 3 تنه مړه او 17 نور ژوبل شوي دي۔ بياهم د پوليس او پاك پوځ په وخت كاروائۍ كولو په سوب بريد كوؤنكي 5 واړه ترهګر وژلې شوي۔ اېس اېس پي آپرېشن پېښور ووئيل چې دا ترهګر په شټل كاك برقعه كښې راغلي وو او د ركشې د لارې ډائرېكټرېټ ته رسېدلې …
پېښور ٬ په ډائرېكټرېت زراعت د ترهګرۍ بريد ٬ 3 تنه مړه 17 نور ژوبل ٬ د امنيتي ځواكونو په وخت كاروائي۔ 5 واړه ترهګر ووژل شول۔ ترهګر په شټل كاك برقعو كښې راغلي وو او لويه تباهي ئې خپرول غوښتل۔ اېس اېس پي آپرېشن پوليس

مزید خبریں
پېښور ۔01 دسمبر (اے پی پی ) پېښور كښې په ډائرېکټورېټ زراعت د ترهګرۍ بريد په نتيجه كښې 3 تنه مړه او 17 نور ژوبل شوي دي۔ بياهم د پوليس او پاك پوځ په وخت كاروائۍ كولو په سوب بريد كوؤنكي 5 واړه ترهګر وژلې شوي۔ اېس اېس پي آپرېشن پېښور ووئيل چې دا ترهګر په شټل كاك برقعه كښې راغلي وو او د ركشې د لارې ډائرېكټرېټ ته رسېدلې وو۔ د جمعې په سهار د ډایرېكټرېټ ودانۍ ته ننوتلو سره دوئي سمدستي ډزې پېل كړې۔ د بريد اطلاع په ترلاسه كېدو په سمدستي توګه پوليس د امنيتي ځواكونو ځوانان د پېښې ځائې ته ورسېدل او د ترهګرو په ضد ئې عمليات پېل كړل۔ د مقابلې په مهال د لاسي بمونو او ډزو په سوب ودانۍ كښې موجود كسانو كښې 3 مړه او اوولس نور ژوبل شول۔ ژوبل شويو كښې هاسټل كښې پاتې كېدونكي طالبعلمان ٬ پوليس اهلكار او دوه امنيي اهلكار شامل دي۔ ده ووئيل امنيتي ځواك 5 واړه ترهګر ووژل۔ ددوئي قبضې څخه ځان مرګې جېكټې ٬ لاسي بمونه او آئي اي ډيز هم ترلاسه شوي۔ بلخوا د خېبرټیچنګ روغتون ذريعو ترمخه روغتون ته د درې كسانو مړي او اوولس ژوبل كسان راوړلې شوي۔ په بستر شويو ژوبل كسانو كښې يو زده كوؤنكے ٬ د زراعت څانګې اهلكار او پوليس اهلكار شامل دي كومو كښې چې د درې حالت د اندېښنې وړ ښودلې شي۔










