د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د عید میلاد ا لنبیؐ په موقع پیغام اسلام آباد 01 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د 12 ربیع ا لا ول ورځ يواځې د اسلام د تاريخ نه بلكه د ټول کائنات او انسانیت تر ټولو لويه ورځ ده۔ په دې ورځ د راختلې نمر رڼا انسانیت له د نسلی، سيمه ايز، طبقاتی، لسانی او جغرافیائی تعصبات څخه يو …
د 12 ربیع ا لا ول ورځ د اسلام د تاريخ نه بلكه د ټول کائنات او انسانیت لويه ورځ ده په دې ورځ د راختلې نمر رڼا انسانیت له د نسلی، سيمه ايز، طبقاتی، لسانی او جغرافیائی تعصباتو څخه يو خواته د امن ٬ مينې او يووالې درس وركړې، د مينې ٬ امن او خیر سګالۍ فضاء جوړولو له د رسولﷺ په اسوه حسنه عمل كولو ته اړتيا ده

مزید خبریں
د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د عید میلاد ا لنبیؐ په موقع پیغام
اسلام آباد 01 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د 12 ربیع ا لا ول ورځ يواځې د اسلام د تاريخ نه بلكه د ټول کائنات او انسانیت تر ټولو لويه ورځ ده۔ په دې ورځ د راختلې نمر رڼا انسانیت له د نسلی، سيمه ايز، طبقاتی، لسانی او جغرافیائی تعصبات څخه يو خواته د امن ٬ مينې او يووالې درس وركړې، د مينې ٬ امن او خیر سګالۍ فضاء جوړولو له په اسوۂ رسولﷺ عمل كولو ته اړتيا ده۔ د عید میلاد النبی ﷺ په موقع خپل پیغام كښې ده ووئيل د خوشحالۍ په موقع د نړۍ مسلمانانوِ او په خاص توګه ټولو وطن والو له مبارکي وركوم او دعا کوم چې لوے څښتن دې د دې ورځ په فضلیت،سعادت او برکت د ټولو مسلمانانو زړونه منور او روښانه كړي او لوے څښتن دې په دې مباركه ورځ هېواد له برکات وركړي۔وزیر اعظم ووئيل خاتم النبین آنحضرت محمد ﷺ يواځې د مسلمانانو لپاره نه بلکې د ټولو انسانانو او ټول کائنات لپاره رحمته العالمین په توګه راغلې ؤ۔ ده ووئيل پھ دې لحاظ د 12 ربیع ا لا ول ورځ نه يواځې د تاریخ اسلام بلکه د ټول کائنات او انسانیت لپاره لويه ورځ ده۔ ده ووئېل نن د مينې ٬ امن او خیر سګالۍ فضاء جوړولو له په اسوۂ رسولﷺ عمل كولو ته اړتيا ده ځګه چې زمونږ د بقاء ار دینی او دنياوي کامیابی هم پھ دې كښې ده۔ ده ووئيل نن د دې ورځ لمانځلو تر ټولو ښه طریقه دا ده چې مونږ لوظ وكړو چې خپل کردار، ګفتار او عمل سره دا ثابته كړؤ چې مونږ د رحمته العالمین ﷺ اُمتیان يو۔ وزیر اعظم ووئيل په دې موقع زه هغه ټولو شهيدانو ، غازیانو او مجاهدينو ته پيرزوئنې وړاندې چا چې د هېواد حفاظت لپاره او د هېواد د فتنو څخه پاکولو له د خپلو ځانونو قربانۍ وركړې۔ ده وئيل زه د لوے څښتن په درګاه كښې دعا كوم چې مونږ له د تعلیمات نبویﷺ په رڼا كښې د ژوند كولو توفیق راكړي










