د اسټرېليا وزيراعظم لبنان كښې خپلو وګړو ته د هېواد پریښودو سپارښتنه وكړه

كېنبرا۔30 جولائي (اے پي پي) د اسټرېليا وزيراعظم انتهوني البانيز په لبنان كښې مېشته خپلو ټولو وګرو ته د هېواد پرېښودو سپاړښتنه كړې۔ د شهنوا تر مخه هغه وئېلې دي د اسټرېليا وګړې دې د لبنان تګ څخه ډډه وكړي ۔ هغه ووئېل هغه وګري كوم چې هلته موجود دي او د اسټرېليا وګري دي ٬ دا خبره دې باوري كړي چې هغوي دا وخت په لبنان كښې د شته …

كېنبرا۔30 جولائي (اے پي پي) د اسټرېليا وزيراعظم انتهوني البانيز په لبنان كښې مېشته خپلو ټولو وګرو ته د هېواد پرېښودو سپاړښتنه كړې۔ د شهنوا تر مخه هغه وئېلې دي د اسټرېليا وګړې دې د لبنان تګ څخه ډډه وكړي ۔ هغه ووئېل هغه وګري كوم چې هلته موجود دي او د اسټرېليا وګري دي ٬ دا خبره دې باوري كړي چې هغوي دا وخت په لبنان كښې د شته كمرشل پروازنو څخه ګټه پورته كړي ۔ هغه ووئېل مونږ دا سفري خبردارے د څو مياشتو نه جاري كوو٬ او دا ضروري ده چې خلق ترې خبر وي۔ د اسټرېليا سمارټ ټرېولرز ٬ كوم چې د ډېپارټمنټ آف فارن افئيرز اېنډ ټرېد (دي ايف اے ټي ) د لارې چلولې شي ٬ د امنيت غېر مستحكم صورتحال په سبب د لبنان سفر نه د ډډې كولو په اړه خبردارے جاري كړے۔ چې پكښې وئېلې شوي د اسټرېليا وګړو له سمدستي هېواد پرېښودل پكار دي۔ د دې نه وړاندې امرېكې ٬ فرانس ٬ المان٬ نېدر لېنډ ٬ ناروے ٬ ډنمارك او ائر لېنډ خپلو وګرو ته د لبنان نه د وتلو او هلته د سفر نه كولو سپارښتنې كړې دي۔