لندن 23 جولائي (اے پي پي) د سعودي عرب شاهي فضائيه په برتانيه كښې په زړه پورې ايئرشو وړاندې كړه چې كتونكو ئې ستائنه وكړه ٬ په دې موقع د آر آئي اے ټي 2024 په سرخط په تابيا شوې نندارتون كښې د 56 هېوادونو فضائي ډلو په ايئر شو كښې ګډون وكړو ۔ د اېس پي اے له مخې په برتانيه كښې په انټرنيشنل ايئرشو كښې د سعودي شاهي …
په برتانيه كښې د سعودي فضائيه په زړه پورې ايئر شو، د 56 هېوادونو فضائي ډلو په ايئر شو كښې ګډون وكړو
لندن 23 جولائي (اے پي پي) د سعودي عرب شاهي فضائيه په برتانيه كښې په زړه پورې ايئرشو وړاندې كړه چې كتونكو ئې ستائنه وكړه ٬ په دې موقع د آر آئي اے ټي 2024 په سرخط په تابيا شوې نندارتون كښې د 56 هېوادونو فضائي ډلو په ايئر شو كښې ګډون وكړو ۔ د اېس پي اے له مخې په برتانيه كښې په انټرنيشنل ايئرشو كښې د سعودي شاهي فضائيه خاص ډلې ګډون وكړو او فضائي سټنټونه ئې وړاندې كړل ۔ په نړيواله اېئر شو كښې د 56 هېوادونو فضائي ډلو ګډون كړو او د 253 الوتكو د مختلف نوعيت سټنټونه وړاندې كړل۔ د يادونې وړ ده چې تېر كال په آر آئي اے ټي 2023 نندراتون كښې د يو لك 50 زره نه زياتو خوښي لرونكو ګډون كړے ؤ۔











