برسلز 21 جولائي (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف خارجه پاليسۍ مشر جوزپ بوريل د ملګرو ملتونو د انصاف نړيوال عدالت په فلسطين د اسرائيل قبضه غير قانوني ګرځولو پريكړې هركلے كړې دے۔ اردو نيوز له مخې جوزپ بوريل ووئيل بلاك د عدالت د پريكړې هركلے كړې او د عدالت رائے لپاره ئې په نور حمايت زور راوړې۔ده ووئيل د نړيوال قانون پرله پسې خلاف ورزو ترمخه دا زمونږ اخلاقي …
اروپائي ائتلاف د انصاف نړيوال عدالت په فلسطين د اسرائيل قبضه غير قانوني ګرځولو پريكړې هركلے وكړو
برسلز 21 جولائي (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف خارجه پاليسۍ مشر جوزپ بوريل د ملګرو ملتونو د انصاف نړيوال عدالت په فلسطين د اسرائيل قبضه غير قانوني ګرځولو پريكړې هركلے كړې دے۔ اردو نيوز له مخې جوزپ بوريل ووئيل بلاك د عدالت د پريكړې هركلے كړې او د عدالت رائے لپاره ئې په نور حمايت زور راوړې۔ده ووئيل د نړيوال قانون پرله پسې خلاف ورزو ترمخه دا زمونږ اخلاقي فرض دې چې مونږ د آئي سي جے د ټولو پريكړو لپاره د خپل غير متزلزل تړون تصديق وكړو هغه چې هر څنګه وي۔ده ووئيل د دې پريكړې تجزيه كولو ته اړتيا ده۔د آئي سي جے پريكړه څوك هم نه پابند كوي چې په دې عمل وكرې شي خو دا په يو داسې وخت كښې راغلې كله چې غزه كښې تباهي روانه ده او د مړو شميره پرله پسې زياتيږي او دې سره په سيمه كښې صورتحال نور هم خرابيږي۔











