ملګري ملتونه 19 جولائي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل انتونيو ګوتريش د اسرائيلي پارليمنټ د اړخه د فلسطيني رياست جوړولو په ضد قرارداد په منظوريدو د مايوسۍ څرګندونه كړې ده۔ د العربيه اردو له مخې تيره ورځ د اسرائيل پارليمنټ د فلسطيني رياست جوړيدو په ضد د قرارداد منظوري وركړه، د قرارداد په حق كښې 68 ووټ كارولې شوي۔ د سيكرټري جنرل وياند سټيفن جارك وئيلي چې …
د فلسطين دوه رياستي حل د امن يواځنۍ لاره ده، اسرائيلي قرارداد سره مايوسه شوي يؤ: ملګري ملتونه
ملګري ملتونه 19 جولائي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل انتونيو ګوتريش د اسرائيلي پارليمنټ د اړخه د فلسطيني رياست جوړولو په ضد قرارداد په منظوريدو د مايوسۍ څرګندونه كړې ده۔ د العربيه اردو له مخې تيره ورځ د اسرائيل پارليمنټ د فلسطيني رياست جوړيدو په ضد د قرارداد منظوري وركړه، د قرارداد په حق كښې 68 ووټ كارولې شوي۔ د سيكرټري جنرل وياند سټيفن جارك وئيلي چې د دې ډول ووټ د لارې دوه رياستي حل رد كېدې نشي۔ ده زياته كړه چې سيكرټري جنرل ته د اسرائيلي پارليمنټ د دې پريكړې سره زياته مايوسي شوې۔











