بنګله ديش٬ د زده كونكو احتجاج كښې شدت، 32 كسان مړه، مظاهرچيانو سركاري ټي وي سټېشن ته اوور ولګولو

ډھاكه 19 جولائي (اے پي پي) بنګله دېش كښې په سركاري ملازمتونو كښې د كوټه سسټم په ضد احتجاج كوؤنكو زده كوؤنكو د زيارت په ورځ سركاري ټيلي ويژن هيډكوارټرز ته اوور ولګولو۔ د اے اېف پي له مخې بنګله دېش كښې د روان احتجاج په مهال د مړو شميره 32 ته ورسيده۔ مظاهرچيانو د زيارت په ورځ سركاري ټي وي بنګله ديش ټيلي ويژن (بي ټي وي) هيډكوارټرز ته …

ډھاكه 19 جولائي (اے پي پي) بنګله دېش كښې په سركاري ملازمتونو كښې د كوټه سسټم په ضد احتجاج كوؤنكو زده كوؤنكو د زيارت په ورځ سركاري ټيلي ويژن هيډكوارټرز ته اوور ولګولو۔ د اے اېف پي له مخې بنګله دېش كښې د روان احتجاج په مهال د مړو شميره 32 ته ورسيده۔ مظاهرچيانو د زيارت په ورځ سركاري ټي وي بنګله ديش ټيلي ويژن (بي ټي وي) هيډكوارټرز ته هغه وخت اوور ولګولو كله چې يوه ورځ وړاندې وزيراعظمې شيخ حسينه واجد په سركاري ټيلي ويژن زده كوؤنكو ته د امناكه پاتې كيدو اپيل كړې ؤ۔د زيارت په ورځ پوليس چې كله په ګڼو مظاهرچيانو ګولۍ اورولې نو مظاهرچيان مشتعل شول چې له امله ئې پوليس اهلكار په شا تللو مجبور شوي۔ د وزيراعظمې شيخ حسينه واجد حكومت د زده كونكو د احتجاج له امله د سكولونو او پوهنتونونو تر نامعلومه مودې بندولو اعلان كړې دغسې پوليس هېواد كښې د امن و امان وضعه په ځايې كولو له ګامونه پورته كوي۔