ریاض ۔18جولائی(اے پی پی) سعودی عربستان په خان يونس كښې د ملګرو ملتونو د انروا ادارې تر انتظام لاندې په الرازي سكول د اسرائيلي بريد په سختو ټكو كښې غندنه كړې ده۔ د العربيه له مخې د خارجه وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د اسرائيل لخوا په شويو بريدوو كښې د ګڼ شمېر ماشومانو قيمتي ځانونه ضائع شوي او په سوؤنو نور ژوبل شوي …
د سعودي عربستان د خان يونس په سكول د اسرائيلي بريد غندنه
ریاض ۔18جولائی(اے پی پی) سعودی عربستان په خان يونس كښې د ملګرو ملتونو د انروا ادارې تر انتظام لاندې په الرازي سكول د اسرائيلي بريد په سختو ټكو كښې غندنه كړې ده۔ د العربيه له مخې د خارجه وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د اسرائيل لخوا په شويو بريدوو كښې د ګڼ شمېر ماشومانو قيمتي ځانونه ضائع شوي او په سوؤنو نور ژوبل شوي ٬ دا اقدام د غندنې وړ دے۔ سعودي عربستان غوښتنه كړې ده چې نړيواله ورورولي دې د اسرائيلي پوځ لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزيو جدي نوټس واخلي۔











