کابل 16جولائي (اے پي پي) شمالی افغانستان كښې د مسافرو يو بس چپه شو جې په نتيجه كښې ئې 17 كسان مړه او 34 نور ژوبل شوې دي۔د بغلان ولايت د اطلاعاتو او كلتور ډائریکټر مصطفیٰ هاشمي اے اېف پي ته وئويل دا پېښه پايه نخت کابل د هېواد شمال سره تړونكې په ستره لاره رامخې ته شوې چرته چې د مسافرو يو بس چپه شوې او په نتيجه كښې …
شمالي افغانستان كښې ټرافكي پېښه ٬ 17 كسان مړه ، 34 ژوبل
کابل 16جولائي (اے پي پي) شمالی افغانستان كښې د مسافرو يو بس چپه شو جې په نتيجه كښې ئې 17 كسان مړه او 34 نور ژوبل شوې دي۔د بغلان ولايت د اطلاعاتو او كلتور ډائریکټر مصطفیٰ هاشمي اے اېف پي ته وئويل دا پېښه پايه نخت کابل د هېواد شمال سره تړونكې په ستره لاره رامخې ته شوې چرته چې د مسافرو يو بس چپه شوې او په نتيجه كښې ئې 17 كسان مړه او 34 نور ژوبل شوې دي۔ده ووئيل مړو كسانو كښې 12 نارينه ، دوه ميرمنې او ماشومان شامل دي۔ افغانستان كښې د ټرافك پېښې زياتې رامخې ته كېږي،د كومې لويه وجه چې د څو لسيزو راهسې د شخړو نه پس خراب سړكونه او ، خطرناك ډرائیونګ او د ضابطو كمې دے۔











