د فلسطين په مسئله مونږ او تركيه يو ډول سياسي موقف لرو۔ د سعودي خارجه وزير

انقره 15 جولائي (اے پي پي) سعودي عرب وئيلي دي د فلسطين په مسئله مونږ او تركيه يو ډول سياسي موقف لرواو دواړه هېوادونه سيمه كښې د امن بحالۍ خواهش لري۔ اردو نيوز له مخې دا خبره ده د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان تيره ورځ د تركيه دورې په مهال د تركيې خپل همڅنګ هاکان فيدان سره شريك پرېس کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل د تركيه …

انقره 15 جولائي (اے پي پي) سعودي عرب وئيلي دي د فلسطين په مسئله مونږ او تركيه يو ډول سياسي موقف لرواو دواړه هېوادونه سيمه كښې د امن بحالۍ خواهش لري۔ اردو نيوز له مخې دا خبره ده د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان تيره ورځ د تركيه دورې په مهال د تركيې خپل همڅنګ هاکان فيدان سره شريك پرېس کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل د تركيه دورې په مهال د تركيې همڅنګ سره ملاقات كښې د فلسطين په مسئله او په غزه د اسرائيل د بريدونو پشمول په ځينو سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د سعودي خارجه وزير وئويل مونږ په جنګ بندۍ او تر غزه انساني مرستې ورسولو په حاجت زور راوړې دے۔ده ووئيل په يوه مياشت كښې د تركيې دوره كونكې څلورم وزير يم كوم چې د مرستې زياتولو لپاره د دواړو هېوادونو د خوښۍ لرلو عکاسي کوي۔ده ووئيل كال 2023 په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي حجم 6.8 اربه ډالره ؤ كوم چې تير كال په مقابله كښې 15 فيصده زيات دے۔ده ووئيل سعودي عرب او ترکيې اړيكې ټولو سياسي، اقتصادي او امنيتي څانګو كښې د ښه پيش رفت مشاهده کوي۔