د اسرائيل او حزب الله ترمينځه تاؤ تريخوالې كښې د زياتوالي نتيجې به د ټولې منطقې لپاره تباهۍ لرونكې وي۔ملګري ملتونه

ملګري ملتونه 26جون(اے پی پی)ملګرو ملتونو خبردارے وركړے چې د اسرائيل او حزب الله ترمينځه تاؤ تريخوالي كښې د اضافې نتيجه د لبنان او اسرائيل سره سره ټولې منطقې لپاره به د تباهۍ لرونكې وي۔د اردو نيوز له مخې د لبنان او اسرائيل لپاره د ملګرو ملتونو خاص كوآرډينېټر ټور وینیسلینډ په ډلو زور راوړے چې هغوي تاؤ تريخوالي كښې كمي لپاره په سمدستي توګه خبرې اترې پیل كړي۔د اسرائيل …

ملګري ملتونه 26جون(اے پی پی)ملګرو ملتونو خبردارے وركړے چې د اسرائيل او حزب الله ترمينځه تاؤ تريخوالي كښې د اضافې نتيجه د لبنان او اسرائيل سره سره ټولې منطقې لپاره به د تباهۍ لرونكې وي۔د اردو نيوز له مخې د لبنان او اسرائيل لپاره د ملګرو ملتونو خاص كوآرډينېټر ټور وینیسلینډ په ډلو زور راوړے چې هغوي تاؤ تريخوالي كښې كمي لپاره په سمدستي توګه خبرې اترې پیل كړي۔د اسرائيل لبنان سره نزدې د دواړو هېوادونو ترمينځه په دې وروستيو اوونيو كښې په پوله د ډزو پیښو په سبب تاؤ تريخوالے زيات شوے ٬ په دې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريش هم د تشويش څرګندونه كولو سره خبردارے وركړے چې په منطقه كښې د تصادم زياتې شوې اندېښنې حقيقي دي او د دې په هر صورت د مخ نيوي هڅه پكار ده۔ ټور وینیسلینډ د سلامتيا كونسل په غونډه كښې خبرې كولې چې پكښې په كال 2016 كښې په منظور شوي قرارداد 2334 عملدرآمد په اړه د خيالاتو څرګندونه كېده۔په دې قرارداد كښې د اسرائيلي آباد كارۍ په اړه د تولو ھلو ځلو خاتمه ٬د وګړو په ضد تشدد او ترهه ګرۍ كاروائيو مخ نيوي لپاره سمدستي اقدامات سره سره د دواړو ډلو لخوا راپارونكي اقدامات او بيان بازۍ څخه د ډډې كولو غوښتنه هم شوې وه۔د ملګرو ملتونو خاص كوآرډينېټر وئېلي دي مقبوضه بيت المقدس او لوېديزه غاړه كښې د اسرائيلي بستۍ په پراختيا سخت تشويش لرو٬د دې بستو كوم قانوني حېثيت نشته٬د دې تعمير د نړيوال قانون خلاف ورزي ده۔ده د اسرائيل څخه د داسې ټولو اقداماتو بندولو غوښتنه هم وكړه ۔ده په غزه كښې په بشري صورحال د افسوس څرګندونه كولو سره ووئېل چې هلته د اسرائيل لخوا د بشري بنيادي ضرورت څيزونو د رسنې او د محفوظ ماحول ډېر كمے دے او دغې لپاره اسرائيل له بغېر د كوم تاخير نه اقدامات پكار دي۔د غونډې په مهال د ملګرو ملتونو د خوراك او زراعت ادارې مشر میکسیمو ټوریرو هم خبردارے وركړے جې په غزه كښې د سخت قحط راتللو خطر دے٬دغسې دغزه په اړه په يو نوي راپور كښې انكشاف شوے چې هلته د نيمې څخه زياتې آبادۍ سره په كورونو كښې د خوراك څښاك سامان نشته او 20 فيصد څخه زيات خلق د خوراك څښاك نه بغېر په شپه ورځ تېرولو مجبور دي۔

مزید خبریں