ماسكو26جون(اے پی پی)د روس دفاع وزير آندرے بيلو سوف او د هغه د امريكې هم څنګ لائيډ آسټن په ټېليفون خبرې كړي چې پكښې په يوكرين كښې په روان جنګ او نورو مسئلو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د اے اېف پي له مخې د روسيې دفاع وزارت په خپل بيان كښې وئېلي دي د روسيې دفاع وزير د يوكرين وسله والو ځواكونو ته د امريكائي وسلو رسنې په لړ كښې صورتحال …
د روسيه او امريكې دفاع وزيرانو تر مينځه ټېليفوني تماس ٬د يوكرين په صورتحال د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
ماسكو26جون(اے پی پی)د روس دفاع وزير آندرے بيلو سوف او د هغه د امريكې هم څنګ لائيډ آسټن په ټېليفون خبرې كړي چې پكښې په يوكرين كښې په روان جنګ او نورو مسئلو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د اے اېف پي له مخې د روسيې دفاع وزارت په خپل بيان كښې وئېلي دي د روسيې دفاع وزير د يوكرين وسله والو ځواكونو ته د امريكائي وسلو رسنې په لړ كښې صورتحال لا خرابېدو پلو اشاره كړې۔بيان كښې وئېلي شوي خبرې اترې د امريكې ډلې په پبل شوي۔د امريكې دفاع محكمې هم په ټېليفون د رابطې اطلاع وركولو سره بيان كښې وئېلي دي د امريكې دفاع وزير د روسيې او يوكرين روان جنګ په مهال د رابطې برقرار ساتلو په اهميت زور راوړے۔بيان كښې وئېلي دي دا د لائيډ آسټن د آندرے بيلوسوف سره وړومبے ټېليفوني تماس دے چا چې د تېرې مياشت مئي نه د دفاع وزير زمه وارۍ تر لاسه كړي










