سعودي عرب په داغستان كښې د ترهه ګرو بريدونو غندنه وكړه

رياض 26جون(اے پی پی)سعودي عرب د روس مسلم اكثريتي سيمې داغستان په عبادت خانو او ګرجاګهرو د ترهه ګرو د بريدونو غندنه كړې۔د اردو نيوز له خې د سعودي عرب خارجه وزارت بيان كښې وئېلي دي سعودي عرب د هر ډول ترهه ګرۍ٬انتهاخوښۍ او د وګړي په نخښه كول رد كوي۔بيان كښې د ځپليو كورنيو٬د روس او اولس سره د زړه نه غمرازي ښكاره كرې او د هغوڅي سره ئې …

رياض 26جون(اے پی پی)سعودي عرب د روس مسلم اكثريتي سيمې داغستان په عبادت خانو او ګرجاګهرو د ترهه ګرو د بريدونو غندنه كړې۔د اردو نيوز له خې د سعودي عرب خارجه وزارت بيان كښې وئېلي دي سعودي عرب د هر ډول ترهه ګرۍ٬انتهاخوښۍ او د وګړي په نخښه كول رد كوي۔بيان كښې د ځپليو كورنيو٬د روس او اولس سره د زړه نه غمرازي ښكاره كرې او د هغوڅي سره ئې د يووالي او ژوبل شوو زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړې۔د يادونې وړ ده د چارواكو له مخې وسله والو كسانو د دوو ښارونو ډربينټ او مخاچكالا دوو ګرجاګهرو٬د يهوديانوپه عبادت ځايونو بريدونه كړي او په يو پوليس چوكۍ ئې ډزې كړي چې په نتيجه كښې ئې 21 كسه مړه او 41 ژوبل شوي۔د روس قومي ترهه ګرۍ مخ نيوي كمېټۍ مسلم اكثريتي سيمه كښې دا بريدونه د ترهه ګرۍ كاروائي ګرځولې

مزید خبریں