د جنګونو څخه ځپليو هېوادونو كښې د بيا رغونې ضروريات تر سره كولو لپاره د ملګرو ملتونو پيس بلډنګ كمېشن ته د مالي وسائلو وركول ضرورت دے۔پاكستان

ملګري ملتونه 24جون(اے پي پي)پاكستان په ټوله نړۍ كښې د جنګونو څخه ځپليو هېوادونو كښې د بيا رغونې ضروريات تر سره كولو لپاره د ملګرو ملتونو پيس بلډنګ كمېشن ته د مالي وسائلو وركولو په ضرورت زور راوړے۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن فرسټ سېكرټري انصر شاه د كمېشن امن سازۍ ډهانچې د جاج اغستو غونډې 2025 كښې ووئېل پاكستان د امن راوستو او د تل پاتي امن اهميت …

ملګري ملتونه 24جون(اے پي پي)پاكستان په ټوله نړۍ كښې د جنګونو څخه ځپليو هېوادونو كښې د بيا رغونې ضروريات تر سره كولو لپاره د ملګرو ملتونو پيس بلډنګ كمېشن ته د مالي وسائلو وركولو په ضرورت زور راوړے۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن فرسټ سېكرټري انصر شاه د كمېشن امن سازۍ ډهانچې د جاج اغستو غونډې 2025 كښې ووئېل پاكستان د امن راوستو او د تل پاتي امن اهميت ستائي۔ ده ووئېل پاكستان د دې كليدي ادارې باني غړې دے۔پاكستاني استازي د تل پاتي امن لپاره سياسي٬امنيتي او پرمختيائي ډلو لخوا په اجتماعي هڅو زور راوړولو سره خبردارے وركړو چې ترجيحات كښې ناكامي او د ګورننس خساره كمول د المناك دور سبب جوړېدے شي