غزه كښې د جنګ په مهال د بې دركه٬ نيولے شوو او د وژلے شوو ماشومانو شمېره 21 زره ته رسېدلې۔ ډيفنس فار چلډرن انټرنيشنل فلسطين

غزه 24 جون (اے پي پي) د ماشومانو حقونو لپاره د فلسطين كار كونكې تنظيم ډيفنس فار چلډرن انټرنيشنل ډائريکټر جنرل خالد قزمر وئيلي دي په غزه كښې د نهه مياشتني جنګ په مهال د بې دركه٬ نيولے شوو او د وژلے شوو ماشومانو شمېره 21 زره ته رسېدلې۔ د الجزيره رپورټ له مخې خالد قزمر ووئيل د اسرائيل پوځ په منظم ډول او تسلسل سره په غزه كښې د …

غزه 24 جون (اے پي پي) د ماشومانو حقونو لپاره د فلسطين كار كونكې تنظيم ډيفنس فار چلډرن انټرنيشنل ډائريکټر جنرل خالد قزمر وئيلي دي په غزه كښې د نهه مياشتني جنګ په مهال د بې دركه٬ نيولے شوو او د وژلے شوو ماشومانو شمېره 21 زره ته رسېدلې۔ د الجزيره رپورټ له مخې خالد قزمر ووئيل د اسرائيل پوځ په منظم ډول او تسلسل سره په غزه كښې د ماشومانو د بنيادي حقونو خلاف ورزۍ كوي٬ په غزه كښې ماشومان هم د جنګي جرائمو او د انسانيت په ضد د جرائمو ښكار كېږي٬ په غزه كښې د اسرائيل لخوا د جاري نسل كشۍ لوئي زيان ماشومانو ته رسي او دوي سره د كېدونكو ظلمونو په نړۍ كښې مثال نه ترلاسه كېږي۔ د يادونې وړ ده په ګرده نړۍ كښې دماشومانو د حقونو او د دوي خېر ښګړې لپاره كار كونكي تنظيم “سيو دي چلډرن” هم په غزه كښې په لويه شمېره د ماشومانو د بې دركه كېدو د تحقيقات غوښتنه كړې ده