غزہ ۔22 جون(اے پی پی) د رېډ كراس نړيوالې كمېټۍ (آئي سي آر) وئيلي دي چې په غزه كښې زمونږ دفتر ته د بمبارۍ د لاسه زيات زيان رسېدلے دے۔ د دې بمبارۍ په نتيجه كښې دفتر ته نزدې پناه اخستونكي 22 كسان وژلې شوي دي۔ اردو نیوز د آئي سي آر سي د بيان حوالې سره وئيلي چې بمبارۍ څخه وروستو 22 مړي او 45 ژوبل شوي كسان نزدې …
په غزه كښې د رېډ كراس دفتر ته نزدې بمباري ٬ 22 كسان مړه ٬ 45 ژول
غزہ ۔22 جون(اے پی پی) د رېډ كراس نړيوالې كمېټۍ (آئي سي آر) وئيلي دي چې په غزه كښې زمونږ دفتر ته د بمبارۍ د لاسه زيات زيان رسېدلے دے۔ د دې بمبارۍ په نتيجه كښې دفتر ته نزدې پناه اخستونكي 22 كسان وژلې شوي دي۔ اردو نیوز د آئي سي آر سي د بيان حوالې سره وئيلي چې بمبارۍ څخه وروستو 22 مړي او 45 ژوبل شوي كسان نزدې رېډ كراس فيلډ روغتون ته ورسولې شوو بياهم د روغتون عملې د مړو په شمېره كښې د اضافې اندېښنه ښكاره كړې ده۔ آئی سی آر سی زياته كړه چې د بشري خواخوږۍ په ادارو ډزې كول ٬ د كومو د ځايونو په اړه چې فريقېنو ته معلومه هم ده او په كومو چې د رېډكراس ښكاره نښه لګېدلې ده ٬ د وګړو او رېډ كرام عملې ژوند خطر سره مخ كول دي۔په بيان كښې وئيلې شوي دي چې د سکیورټی دا سنګينه پېښه په دې وروستيو ورځو كښی رامخې ته شويو پېښو كښې يوه ده۔ دې څخه وړاندې د آئي سي آر سي په مركزونو هوائي ډزې وكړې شوې۔ مونږ د هغه پېښو غندنه كوؤ كومو سره چې د بشري مرستې كارمندانو او د عام وګړو ژوند خطر سره مخ كيږي۔












