د فلسطين په قيمت به اسرائيل سره اړيكې د معمول له مخې نه كړؤ٬ سعودي سفير

لندن۔21 جون (اے پی پی) په برطانيه كښې د سعودي عربستان سفير شهزاده خالد بن بندر بن سلمان وئيلي دي چې زمونږ هېواد به د فلسطيني اولس په قيمت اسرائيل سره خپلې اړيكې د معمول له مخې نه كړي۔ د العربيه اردو نيوز له مخې ده د رائل انسټی ټیوټ آف انټرنیشنل افیئرز په كنفرنس كښې د ګډون په مهال د سعودي عربستان د موقف تصديق كولو سره ووئيل چې …

لندن۔21 جون (اے پی پی) په برطانيه كښې د سعودي عربستان سفير شهزاده خالد بن بندر بن سلمان وئيلي دي چې زمونږ هېواد به د فلسطيني اولس په قيمت اسرائيل سره خپلې اړيكې د معمول له مخې نه كړي۔ د العربيه اردو نيوز له مخې ده د رائل انسټی ټیوټ آف انټرنیشنل افیئرز په كنفرنس كښې د ګډون په مهال د سعودي عربستان د موقف تصديق كولو سره ووئيل چې سعودي عربستان د فلسطين مسئلې سره په اړوند خپل دريځ كلك ولاړ دے۔ سعودي عربستان پرله پسې په دې خبره زور راوړې چې هغه به اسرائيل سره خپلې اړيكې تر هغه وخت بحال نه كړي تر كولې چې اسرائيل د كال 1967 په پولو مشتمل آزاد فلسطينې رياست چې پلازمينه يۍ القدس وي تسليم كړے نه وي۔ دې سره سره په غزه كښې د جارحيت خاتمه او د ټولو اسرائيلي ځواكونو وتل هم ضروري دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په غزه كښې د اسرائيل لخوا د فلسطيني اولس نسل كشۍ څخه وروستو سعودي عربستان او نورو اسلامي هېوادونو د اعلی كچې سفارتي هڅې كړي دي دغسې چې په نړيواله ورورولۍ د فسطين مسئلې فوري او بشپړ حل لټولو له زور راوړلې شي۔ دا بايد داسې حل وي كوم چې د فلسطيني اولس د هيلو سره سم وي۔ (MWA/MWA/1638)

مزید خبریں