کنګ عبدالعزیز انټرنېشنل ایئرپورټ څخه به 10 لکه حجاج كرام خپلو هيوادونو ته ستنيږي

جدہ۔21جون(اے پی پی) د حج سیزن 2024 پايې ته رسېدو څخه وروستو د حجاج كرامو خپلو هېوادونو ته د ستنېدو لړۍ روانه ده۔ د اردو نيوز له مخې جده کنګ عبدالعزیز انټرنیشنل ایئرپورټ څخه تر دې دمه دوه نيم لكه حجاج كرام بېرته روان شوي دي او په راتلونكو ورځو كښې به دې ايئرپورټ څخه خپلو هېوادونو ته د ستنېدونكو شمېره 10 لكه ته ورسي۔ دې سره سره مدینه منورہ …

جدہ۔21جون(اے پی پی) د حج سیزن 2024 پايې ته رسېدو څخه وروستو د حجاج كرامو خپلو هېوادونو ته د ستنېدو لړۍ روانه ده۔ د اردو نيوز له مخې جده کنګ عبدالعزیز انټرنیشنل ایئرپورټ څخه تر دې دمه دوه نيم لكه حجاج كرام بېرته روان شوي دي او په راتلونكو ورځو كښې به دې ايئرپورټ څخه خپلو هېوادونو ته د ستنېدونكو شمېره 10 لكه ته ورسي۔ دې سره سره مدینه منورہ ایئرپورټ څخه هم د زائرينو د بېرته تللو لړۍ روانه ده۔ د مدینې منورې په انټرنیشنل ایئرپورټ د جنرل ډائرېکټورېټ آف پاسپورټ وياند مېجر ناصر العتېبي وئيلي چې په ایئرپورټ کاؤنټرز 24 ساعته كار كوي۔ بلخوا په مدینه منورہ ایئرپورټ د پاسپورټ كاؤنټرز ته نزدې حجاج كرامو لپاره د قرآن پاك نسخه د هغوي په خپله ژبه كښې اېښودلې شوې ده كومه چې د روانېدو په وخت هر يو حاجي ته وركولې شي۔