مېدان عرفات۔15جون(اے پی پی) د پاكستان په شمول د ګردې نړۍ 20 لكه څخه زياتو مسلمانانو د حج لويې ركن وقوف عرفه ادا كړو۔ د حج خطيب شېخ ډاكتر ماهر بن حمد په مسجد نمره كښې د حج خطبه وركړه۔ د حج خطبې له اورېدو څخه وروستو عازمينو د ماسپخين او ماځيګر لمونځ د قصر او جمع په صورت كښې ادا كړو د كوم امامت چې شېخ ډاكټر ماهر بن …
د پاكستان په شمول د ګردې نړۍ 20 لكه څخه زياتو مسلمانانو د حج لويې ركن وقوف عرفه ادا كړو

مزید خبریں
مېدان عرفات۔15جون(اے پی پی) د پاكستان په شمول د ګردې نړۍ 20 لكه څخه زياتو مسلمانانو د حج لويې ركن وقوف عرفه ادا كړو۔ د حج خطيب شېخ ډاكتر ماهر بن حمد په مسجد نمره كښې د حج خطبه وركړه۔ د حج خطبې له اورېدو څخه وروستو عازمينو د ماسپخين او ماځيګر لمونځ د قصر او جمع په صورت كښې ادا كړو د كوم امامت چې شېخ ډاكټر ماهر بن حمد وكړو۔ د حج خپله خطبه كښې شېخ ډاكټر ماهر بن حمد ووئيل د تقوی لاره د فلاح لاره ده٬ د اسلام د اركانو په عملي كولو كښې هدايت موجود دے٬ د رسول اتباع كوؤنكو تل د هدايت لاره موندلې ده۔ قرآن وائي چې څوك ظلم كوي عذاب سره به مخامخ كيږي٬ مومنانو ته تكليف وركوؤنكے كله هم كاميابي موندلې نه شي٬ د شېطان د دھوكو او وسوسو څخه ځان ساتۍ٬ د چا حق مه خورۍ ٬ يو بل سره مرسته كوۍ ٬ د مدد جذبه پېدا كړۍ۔









