د پاك پروردګار نه سوا بل هيڅوك د عبادت لائق نشته٬ كاميابي د پاك پروردګار او د هغه د رسول (ص) په اتباع كښې ده٬ د امام شيخ ډاكټر ماهر بن حمد د حج خطبه

میدان عرفات۔15جون(اے پی پی) د مسجد الحرام د حج امام او خطيب شېخ ډاکټر ماهر بن حمد وئيلي دي چې د پاك پروردګار نه سوا بل هېڅوك د عبادت لائق نشته ٬ د اسلام د اركانو په عملي كولو كښې هدايت موجود دے٬ د رسول اتباع كوؤنكو ټول عمري هدايت موندلے دے٬ ځان د شيطان مكر ٬ دھوكې او وسوسو څخه بچ وساتۍ۔ په مسجد نمره كښې د حج خطبه …

میدان عرفات۔15جون(اے پی پی) د مسجد الحرام د حج امام او خطيب شېخ ډاکټر ماهر بن حمد وئيلي دي چې د پاك پروردګار نه سوا بل هېڅوك د عبادت لائق نشته ٬ د اسلام د اركانو په عملي كولو كښې هدايت موجود دے٬ د رسول اتباع كوؤنكو ټول عمري هدايت موندلے دے٬ ځان د شيطان مكر ٬ دھوكې او وسوسو څخه بچ وساتۍ۔ په مسجد نمره كښې د حج خطبه كښې امام شېخ ډاکټر ماهر بن حمد ووئيل د اسلام د اركانو په عملي كولو كښې هدايت موجود دے٬ پاك پروردګار تل د نبي علېه السلام په احكاماتو د عمل كولو امر كړے دے۔ ده ووئيل د پاك پروردګار نه سوا بل هېڅوك د عبادت لائق نشته ٬ لمونځ انسان له بدو كارونو څخه بچ كوي٬ ځان د شيطان مكر او وسوسو څخه بچ وساتۍ٬ په پاك پروردګار توكل كوؤنكي په دنيا او آخرت كښې كاميابي ترلاسه كوي۔ ده مسلمانان مخاطب كولو سره ووئيل اے خلقو فتنه او فساد څخه لرې پاتې كېږۍ ٬ اسلام بې حيايۍ او بدو كارونو څخه منع كوي٬ اسلام په امانت كښې له خيانت څخه منع كوي۔ اے خلقو د پاك پروردګار او د هغه د رسول اتباع كوۍ ٬ پاك پروردګار مونږ لپاره اسلام د دين په توګه خوښ كړے دے۔ ده ووئيل د چا حق مه خورۍ٬ څوك چې مومنانو ته ضرر رسوي هغه كله هم كاميابي ترلاسه كولې نه شي۔ ده ووئيل خلقو ته بد نومونه مه اخلۍ ٬ غيبت څخه ځان ساتۍ۔

مزید خبریں