ابوظهبی 14 جون (اے پي پي) د متحده عرب امارات صدر شیخ محمد بن زاید آل نهیان او نائب صدر شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د لوئي اختر په موقع د 1824 بنديوانو د خوشې كولو امر وكړو۔ د اردو نیوز له مخې د متحده عرب امارات صدر شیخ محمد بن زاید آل نهیان اصلاحي مرکز كښې د 1138 او نائب صدر او د دبئی حکمران شیخ محمد بن …
د متحده عرب امارات صدر او نائب صدر د لوئي اختر په مهال د 1824 بنديوانو خوشي كولو امر وكړو

مزید خبریں
ابوظهبی 14 جون (اے پي پي) د متحده عرب امارات صدر شیخ محمد بن زاید آل نهیان او نائب صدر شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د لوئي اختر په موقع د 1824 بنديوانو د خوشې كولو امر وكړو۔ د اردو نیوز له مخې د متحده عرب امارات صدر شیخ محمد بن زاید آل نهیان اصلاحي مرکز كښې د 1138 او نائب صدر او د دبئی حکمران شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د دبئی اصلاحي مرکز كښې د بيلو قومیتونو 686 بنديوانو خوشې كولو احكامات جاري كړي۔ د دبئی اټارني جنرل وئيلي دي چې د بنديوانو خوشې كولو په امر عمل درآمد لپاره د دبئی پولیس جنرل کمانډ سره رابطه شوې ۔









