تهران ۔11جون(اے پی پی) امريكا د غزه جنګ بندۍ په اړه جدي نه ده ٬ اطلاعات دي چې د امريكې او برطانيه ځواكونو په دې آپريشن كښې كردار ترسره كړے۔ د ارنا له مخې دا خبره د ايران خارجه وزارت وياند ناصر كنعاني د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال وكړه۔ ده ووئيل امريكا په غزه كښې د جنګ بندۍ په اړه جدي نه ده ٬ په غزه كښې په نصيرات پناه ګزين كېمپ اسرائیل بريد كړے د كوم په نتيجه كښې چې د سوؤنو په شمېر فلسطيني وګړي شهيدان شوي دغه يو ظالمانه او غېر انساني جرم دے۔ ده ووئيل اطلاعات لرؤ چې د امريكې او برطانېي ځواكونو په دې آپرېشن كښې كردار ترسره كړے۔ د دې مطلب دا شو چې په درې اړخيزه آپرېشن كښې 700 څخه زيات فلسطيني وګړي شهيدان شوي۔ په غزه كښې مكمل جنګ بندۍ له د امريكائي وړاندېز جاج اغستو سره ده ووئيل امريكا په ټولو جرمونو كښې د اسرائيل ترڅنګ ولاړ پاتې شوے٬ څوك هم دا ثبوت نه ښائي چې امريكا د جنګ بندۍ په اړه جدي ده۔ د ده وېنا وه چې كه امريكا جدي وه نو اسرائيلي حكومت ته به ئې د وسلې رسد بند كړے ؤ