واشنګټن ۔10جون(اے پی پی) امريكې وئيلي دي د اسرائیل او فلسطین ترمينځه د يرغمال شوو پریښودلو او د فوري جنګ بندۍ منصوبې ملاتړ سره مو د خپل قرارداد په مسوده د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه د ووټنګ كولو خواست كړے۔ د اردو نيوز له مخې د امريكائي پلاوي وياند نیټ ایونز د ووټنګ نېټې ښودلو پرته وئيلي دي امریکې سلامتی کونسل څخه په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره په …
امريكې سلامتي كونسل څخه په غزه كښی د جنګ بندۍ په قرارداد د ووټنګ كولو غوښتنه

مزید خبریں
واشنګټن ۔10جون(اے پی پی) امريكې وئيلي دي د اسرائیل او فلسطین ترمينځه د يرغمال شوو پریښودلو او د فوري جنګ بندۍ منصوبې ملاتړ سره مو د خپل قرارداد په مسوده د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه د ووټنګ كولو خواست كړے۔ د اردو نيوز له مخې د امريكائي پلاوي وياند نیټ ایونز د ووټنګ نېټې ښودلو پرته وئيلي دي امریکې سلامتی کونسل څخه په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره په خپل قرارداد د ووټنګ كولو غوښتنه كړې۔ ده ووئيل د كونسل غړي بايد دا موقعه له لاسه ورنه كړي او د دې لوظنامې په ګډه ملاتړ وكړي۔ دا خبره دې ياده وي چې امريكائي صدر جوبائيډن په 31 مئي ملګرو ملتونو څخه د غزه جنګ بندۍ او يرغمال شوو خوشې كولو لپاره وړاندېز وركړے ؤ ۔ د دغې وړاندېز لاندې اسرائيل به غزه څخه اوځي او فلسطين به يرغمال كړي كسان خوشې كوي۔ دا جنګ بندي به تر 6 اوونيو دوام لري۔ بل اړخ ته د اسرائيلي جنګي كابينې يو مهم غړي بینی ګینټز د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو حكومت څخه استعفی وركړې چې ورسره په وزيراعظم فشار زيات شوے دے









