غزہ – په سكول د اسرائيل بريد په نتيجه كښې 37 كسان مړه شول

غزہ ۔7 جون(اے پی پی) د غزه روغتون چارواكو وئيلي دي په غزه كښې د ملګرو ملتونو تر انتظام لاندې په چلېدونكې سكول د اسرائيلي بريد په نتيجه كښې 37 كسان مړه شوي۔ د اردو نيوز له مخې دا بريد په يو داسې واخت كښې شوے كله چې د امریکې، قطر او مصر د ثالثانو ترمينځه د خبرو اترو عمل يو وارې بيا پېل شوے۔ اسرائیلی پوځ د ملګرو ملتونو …

غزہ ۔7 جون(اے پی پی) د غزه روغتون چارواكو وئيلي دي په غزه كښې د ملګرو ملتونو تر انتظام لاندې په چلېدونكې سكول د اسرائيلي بريد په نتيجه كښې 37 كسان مړه شوي۔ د اردو نيوز له مخې دا بريد په يو داسې واخت كښې شوے كله چې د امریکې، قطر او مصر د ثالثانو ترمينځه د خبرو اترو عمل يو وارې بيا پېل شوے۔ اسرائیلی پوځ د ملګرو ملتونو تر انتظام لاندې په چلېدونكې سكول د بريد تصديق كولو سره ادعا كړې چې په دې بريد كښې يو شمېر عسكريت خوښي وژلې شوي ۔ وروستو د اسرائیلی پوځ وياند اېډمېرل ډینیئل هګاری وئيلي دي چې جنګي الوتكو درې كلاس رومز په نخښه كړل چرته چې 30 عسکریت خوښي پټ شوي وو٬ په بريد كښې 9 ترهګر وژلې شوي۔ امريكې د اسرائيل څخه غوښتنه كړې چې هغه د بريد په معامله په پورا سپېځلتيا سره كار وكړي۔ د امريكې خارجه څانګې وياند میتھیو ملر ووئيل اسرائيلي حكومت وئيلي هغه به د بريد په بابله اړوند معلومات جاري كړي٬ د وژلے شوو نامې به هم وښودلې شي۔ بلخوا د قطر د خارجه وزارت وياند ماجد الانصاري وئيلي دي فلسطين د غزہ جنګ بندۍ او د يرغمال شوو او بنديوانو تبادلې په ړه د اړوندې منصوبې ھېڅ ځواب نه دے وركړے۔ ده ووئيل فلسطين وئيلي دي هغه د وړاندېزونو جاج اخلي

مزید خبریں