ریاض ۔7جون (اے پی پی) سعودي عربستان كښې په مسجد الحرام او مسجد نبوی كښې د ديني چارو مشر شېخ ډاكټر عبد الرحمن السديس د حرمېن شريفېن امامانو ته هدايت كړے چې د ګرمۍ موسم د لاسه په حرمېن كښې د حج سيزن په مهال د جمعې خطبه او مونځ مختصر كړئ۔ د العربیه له مخې شېخ ډاكټر عبدالرحمن السديس د حرمېن امامانو ته دا هم هدايت وكړو چې په …
په حج كښې دې د جمعې خطبه او مونځ مختصر كړے شي٬ شيخ ډاكټر عبد الرحمن السديس

مزید خبریں
ریاض ۔7جون (اے پی پی) سعودي عربستان كښې په مسجد الحرام او مسجد نبوی كښې د ديني چارو مشر شېخ ډاكټر عبد الرحمن السديس د حرمېن شريفېن امامانو ته هدايت كړے چې د ګرمۍ موسم د لاسه په حرمېن كښې د حج سيزن په مهال د جمعې خطبه او مونځ مختصر كړئ۔ د العربیه له مخې شېخ ډاكټر عبدالرحمن السديس د حرمېن امامانو ته دا هم هدايت وكړو چې په حرمېن شریفېن كښې د حج سيزن له امله د لكھونو په شمېر كسان موجود دي كوم چې د جمعې مونځ د حرمېن په صحن او چھت كوي او نن سبا موسم زيات ګرم دے چې له امله يۍ حج كوؤنكي ستونزو سره مخ كېدې شي نو ځكه د بشري ځانونو حفاظت لپاره په دې اقدام عمل وكړئ۔ شېخ السدېس زياته كړه چې د جمعې د خطبې په اوږدېدو سره امكان دے چې خلق په خطبه كښې بيان كړې خبرې يادې ونه ساتلې شي او د خطبې مختصر كېدو په صورت د دې ياد ساتل آسان وي۔ دا خبره دې ښكاره وي دې څخه وړاندې ډاكټر السدېس د حرمېن شریفېن امامانو ته هدايت كړے ؤ چې هغوي د حج موسم په مهال د اذان او اقامت ترمينځه دمه كمه كړي او د مونځ زر ختمولو اهتمام وكړي دغسې چې راغلو د لكھونو په شمېر زائرينو ته عمره كول آسان وي او دوي كومې ستونزې سره مخ نه شي۔









