ریاض ۔6 جون(اے پی پی) سعودی عربستان په مسجد اقصی د اسرائيلي انتها خوښو لخوا د ترسره شوي بريد غندنه كړې ده۔ د عرب نيوز له مخې د سعودي عربستان خارجه وزات د اسرائيلي قابض حكومت يو شمېر عهدېدارانو ٬ د كنيسټ غړو او د انتها خوښو آباد كارو لخوا په مسجد اقصی د بريد سخته غندنه كړې ده۔ په جاري شوي بيان كښې د اسرائيلي چارواكو د هغه اقدام …
سعودي عربستان په مسجد اقصی د اسرائيلي انتها خوښو بريد وغندلو

مزید خبریں
ریاض ۔6 جون(اے پی پی) سعودی عربستان په مسجد اقصی د اسرائيلي انتها خوښو لخوا د ترسره شوي بريد غندنه كړې ده۔ د عرب نيوز له مخې د سعودي عربستان خارجه وزات د اسرائيلي قابض حكومت يو شمېر عهدېدارانو ٬ د كنيسټ غړو او د انتها خوښو آباد كارو لخوا په مسجد اقصی د بريد سخته غندنه كړې ده۔ په جاري شوي بيان كښې د اسرائيلي چارواكو د هغه اقدام هم غندنه شوې په كوم كښې چې انتها خوښو آباد كارو ته د اسرائيلي امنيتي ځواكونو په تحفظ كښې د پاورنكي مارچ كولو اجازه وركړې شوه۔ په بيان كښې وئيلې شوي چې دا خلاف ورزۍ په ګرد هېواد كښې د مسلمانانو د جذباتو مجروح كولو او د هغوي د پارولو سبب ګرځېدې شي۔ په بيان كښی په دې خبره زور راوړلے شو چې دا ډول منظم بريدونه د نړيوالو قراردادونو ښكاره خلاف ورزي ده او دا ډول كارروايۍ امن لپاره د روانو هڅو په لاو كښې خنډ ثابتېدې شي۔









