د غزہ په اړه د امريكې وړاندېز دې ګټور وګنړلے شي۔ د عرب خارجه وزيران

رياض 04 جون (اے پي پي) د سعودي عرب، اردن، متحدہ عرب امارات، قطر او مصر خارجه وزيرانو په ورچوئل غونډه كښې د غزه په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د اېس پي اے له مخې مصر، قطر او د امريکې لخوا د ثالثۍ هڅې٬ د يرغمال شوو او بندي كسانو خوشې كولو٬ مستقل جنګ بندۍ او غزه ته د مرستې رسولو لپاره د يوې لوظنامې د هلو ځلو جاج …

رياض 04 جون (اے پي پي) د سعودي عرب، اردن، متحدہ عرب امارات، قطر او مصر خارجه وزيرانو په ورچوئل غونډه كښې د غزه په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د اېس پي اے له مخې مصر، قطر او د امريکې لخوا د ثالثۍ هڅې٬ د يرغمال شوو او بندي كسانو خوشې كولو٬ مستقل جنګ بندۍ او غزه ته د مرستې رسولو لپاره د يوې لوظنامې د هلو ځلو جاج اغستے او د سعودي عرب، اردن او امارات خارجه وزيرانو د دې هلو ځلو د ملاتړ دوامداره ساتلو باور وركړے۔ عرب خارجه وزيرانو د صدر جوبائيډن لخوا په وړاندې كړي تجويز هم بحث كړے ٬ دوي د جوبائيډن په تجويز سنجيدګۍ او په مثبت ډول د عمل كولو په اهميت زور راوړے چې مقصد ئې يوه داسې لوظنامه كول دي كومه چې د غزه په پټۍ كښې ټولو برخو كښې د مستقل جنګ بندۍ او د مرستې د ترسيل ضمانت وركړي ۔

مزید خبریں