په افغانستان كښې سيلاب ځپلې كوچنيان سمدستي نړيوالې مرستې ته اړتيا لري ٬ يونيسيف

ملګري ملتونه ۔4 جون(اے پی پی) كوچنيانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسیف د افغانستان بغلان ٬ بدخشان او غور ولايتونو كښې د سېلاب څخه ځپليو ګڼ شمېر كوچنيانو لپاره د مرستې زيات ضروري سامان روان كړے۔ یونیسیف وئيلي دي په افغانستان كښې د راغلي اوسني سېلاب په نتيجه كښې د ګڼ شمېر كوچنيانو په شمول نزدې 350 كسان مړه ٬ 7 زره 800 څخه زيات كورونه زيانمند او 5 …

ملګري ملتونه ۔4 جون(اے پی پی) كوچنيانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسیف د افغانستان بغلان ٬ بدخشان او غور ولايتونو كښې د سېلاب څخه ځپليو ګڼ شمېر كوچنيانو لپاره د مرستې زيات ضروري سامان روان كړے۔ یونیسیف وئيلي دي په افغانستان كښې د راغلي اوسني سېلاب په نتيجه كښې د ګڼ شمېر كوچنيانو په شمول نزدې 350 كسان مړه ٬ 7 زره 800 څخه زيات كورونه زيانمند او 5 زره څخه زياتې كورنۍ بې كوره شوي۔ یونیسیف وئيلي دي ادارې سېلاب څخه وروستو په افغانستان كښې وګړو ته د څښلو اوبه ٬ د صحت ساتونكې كټس ٬ ټوتھ برش او نور زيات ضروري سامان وركړے۔ په افغانستاتن كښې د يونيسيف استازي ډاكټر تاج الدين اویوالے وئيلي دي نړيوالې ورورولۍ له به په كوچنيانو د ماحولياتي بدلون اغېزې كمولو او د دغې له مخې كار كولو كښی د كميونټيز مرستې له هڅې او سرمايه كاري يو په دوه كول وي۔ يونيسيف وئيلي دي د ادارې لخوا په افغانستان كښې د وګړو مرسته كېږي او كورنيو لپاره د بنيادي ضرورتونو سامان لپاره نغدې پېسې وركولې شي او د ژوبل شوو او رنځورانو درملنو له ډلې جوړې كړې شوي۔ یونیسیف هغه كورنيو ته ګرمې جامې ٬ كمبلې او د كور سامان وركړے د كومو چې مال ضايع شوے ؤ ۔ د یونیسیف وېنا ده د كال 2021 چلډرن کلائمېټ رسک انډېکس كښې افغانستان په 163 هېوادونو كښې په 15 لمبر دے ٬ مطلب دا دے چې دغلته كوچنيان په خاص توګه د ماحولياتي بدلون منفي اغېزو ښكار دي۔ بياهم دا وئيلې شي چې افغانستان د موسمياتي مسئلو پېدا كولو كښې تر ټول كم ذمه وار هېواد دے۔ ډاكټر تاج الدين اویوالے وئيلي دي بايد زيات باران افغانستان كښې د ماشومانو د ځپلے كېدو سبب ونه ګرځي۔ ده ووئيل مونږ له به په پرېكړه كولو كښې د كوچنيانو ځانګړو ضرورتونو ته یام لرنه كول وي۔ دغسې په هغه بنيادي خذمات كښې به هم سرمايه كاري كول وي په كوم چې دوي اډانه لري.

مزید خبریں