ریاض 25 مئی (اے پي پي) سعودی عرب د انصاف نړيوال عدالت په رفح كښې د اسرائیلی بريدونو د مخنيوي پريكړې هركلے كړې دے۔ ميډيا له مخې د سعودی خارجه وزارت د اړخه جاری شوې بیان كښې وئيلي شوې چې سعودی عرب د انصاف نړيوال عدالت ددې پريكړې هركلے كوي چې پكښې اسرائیل نسل کشۍ جرم مخنيوي او رفح كښې پوځي بريدونه یا کومې نورې کارروائی په سمدستي توګه مخنيوي …
سعودی عرب په رفح كښې د اسرائیلی بريدونو مخنيوي د انصاف نړيوال عدالت پريكړې هركلے وكړو

مزید خبریں
ریاض 25 مئی (اے پي پي) سعودی عرب د انصاف نړيوال عدالت په رفح كښې د اسرائیلی بريدونو د مخنيوي پريكړې هركلے كړې دے۔ ميډيا له مخې د سعودی خارجه وزارت د اړخه جاری شوې بیان كښې وئيلي شوې چې سعودی عرب د انصاف نړيوال عدالت ددې پريكړې هركلے كوي چې پكښې اسرائیل نسل کشۍ جرم مخنيوي او رفح كښې پوځي بريدونه یا کومې نورې کارروائی په سمدستي توګه مخنيوي حکم شوې دے ۔ بیان كښې وئيلي شوې چې دا پريكړه د فلسطینیانو د اخلاقی او قانونی حق لپاره يو مثبت اقدام دے،سعودی عرب د نړيوالې ورورولۍ څخه يو ځل بيا غوښتنه كړې چې د فلسطینیانو په ضد هر ډول جارحیت مخنيوي لپاره خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي ، تيره ورځ د انصاف نړيوال عدالت اسرائیل ته د غزه پټی سوئيلي سيمې رفح كښې د پوځي بريدونو مخنيوي امر كړې ؤ۔









