ویتنام،اپارټمنټ كمپلیكس كښې د اوور لګيدو په نتيجه كښې 14 كسان مړه شول

هنوئی 24 مئی (اے پي پي) د ویتنام پايه تخت هنوئی په ضلع كائو ګیائے كښې په يو اپارټمنټس كمپلیكس كښې د اور لګيدلو په نتيجه كښې 14 كسان مړه او درې ژوبل شوي۔د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د هنوئی پولیس ووئيل دا پېښه د شپې په وخت رامخې ته شوې ٬ د پېښې اطلاع ترلاسه كيدو سره د مرستې كاركنان د پېښې ځائے ته رسيدلې او هلته …

هنوئی 24 مئی (اے پي پي) د ویتنام پايه تخت هنوئی په ضلع كائو ګیائے كښې په يو اپارټمنټس كمپلیكس كښې د اور لګيدلو په نتيجه كښې 14 كسان مړه او درې ژوبل شوي۔د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د هنوئی پولیس ووئيل دا پېښه د شپې په وخت رامخې ته شوې ٬ د پېښې اطلاع ترلاسه كيدو سره د مرستې كاركنان د پېښې ځائے ته رسيدلې او هلته ګير شوي 7 كسان ئې راوستي٬ دغسې د پېښې په نتيجه كښې 14 كسان مړه شوي۔هنوئی پولیس ووئيل د اور لګيدو له امله په دالان كښې موجود ګڼ شمير موټر سائیكلې، الیكټرك سائیكلې او سائیكلونه تباه شوي۔په اور په بشپړه توګه قابو موندلے شوے او ژوبل كسان روغتون ته رسولې شوي۔

مزید خبریں