د بلوچستان ګورنر د ژوب په سمبازه سيمه كښې د میجر بابر خان په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه

کوئټه 15 مئی (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر شیخ جعفر خان مندوخیل د ژوب په سمبازه سيمه كښې د سکیورټی فورسز د ترهه ګرو په ضد د عملياتو په مهال د میجر بابر خان په شهادت د غم دړد څرګندونه كړې۔ده ووئيل د هېواد او اولس د ځان او مال تحفظ زمونږ ذمه واري ده ۔كوټلے پرمختګ د امن او امان نه غير نا ممكن دے۔ د بلوچستان ګورنر په قانون نافذ کوونكو زور راوړو چې د هر ډول ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ ختمولو له كوټلې ګامونه پورته كړي۔د بلوچستان ګورنر د شهيد شوي میجر بابر خان بخښنې لپاره دعا اوكړه او د هغه د كورنۍ سره ئې د يووالي څرګندونه وكړه۔