واشنګټن ۔14مئی(اے پی پی) د امريكې د دفاع محكمې يو سينئر ملټري عهدېدار د غزه جنګ له امله د خپل منصب څخه استعفی وركړې۔ د العربیه اردو له مخې د انټیلی جنس افسر هیریسن من په سوشل میډیا سائټ لنکډن خپل يو بيان كښې ووئيل ما خپل منصب څخه په نومبر كښې د استعفی وركولو پرېكړه كړې وه۔ ده سپيناوې وكړو چې دا استعفی ما په غزه كښې اسرائيلي جنګي …
د امريكې دفاع محكمې سینئر ملټري عهدیدار د غزه جنګ له امله استعفی وركړه

مزید خبریں
واشنګټن ۔14مئی(اے پی پی) د امريكې د دفاع محكمې يو سينئر ملټري عهدېدار د غزه جنګ له امله د خپل منصب څخه استعفی وركړې۔ د العربیه اردو له مخې د انټیلی جنس افسر هیریسن من په سوشل میډیا سائټ لنکډن خپل يو بيان كښې ووئيل ما خپل منصب څخه په نومبر كښې د استعفی وركولو پرېكړه كړې وه۔ ده سپيناوې وكړو چې دا استعفی ما په غزه كښې اسرائيلي جنګي لپاره د امريكائي ملاتړ او فلسطين وګړو ته د رسېدونكي زيان له امله ذهني او نفساتي اذيت سره د مخ كېدو په نتيجه كښې وركړې ۔ ده ووئيل زه خبلې يرې تر څو مياشتو د استعفیٰ وړاندې كولو څخه منع كړې ووم٬ ما يره لرله چې دا به زما د پېشه ور معيار خلاف ورزي وګڼلې شي۔ ده په يو خط كښې په دې زور راوړو چې زه شرمنده يم او خپل ځان مجرم محسوسوم ولې چې ما د خپل هېواد د پالېسۍ په نافذ كولو كښې مرسته وكړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د تېر كال اكتوبر مياشتې 7 مې نېټې څخه په غزه كښې د روان جنګ له امله د احتجاج په توګه د امريكائي خارجه وزارت عهدېدارو استعفی وركړې خو د كوم استخباراتي افسر د استعفی وركولو دا اولنۍ پېښه ده









