افغانستان كښې د بارانونو له امله بې كوره شوو كسانو كښې 40 زره ماشومان شامل دي۔ سیو دی چلډرن

کابل 14 مئی (اے پي پي) د ماشومانو د ښېګړې لپاره كار كونكې نړيوالې ادارې سیو دی چلډرن وئيلي دي د افغانستان په بغلان ولايت كښې د بارانونو او سبلاب له امله د بې كوره شوو كسانو كښې 40 زره ماشومان هم شامل دي۔ شنهوا له مخې افغانستان كښې سیو دی چلډرن کنټری ډائریکټر ارشد ملك ووئيل دغه ماشومان يريدلې دي، د هغوې كور ، سکول او د لوبو ميدانونه …

کابل 14 مئی (اے پي پي) د ماشومانو د ښېګړې لپاره كار كونكې نړيوالې ادارې سیو دی چلډرن وئيلي دي د افغانستان په بغلان ولايت كښې د بارانونو او سبلاب له امله د بې كوره شوو كسانو كښې 40 زره ماشومان هم شامل دي۔ شنهوا له مخې افغانستان كښې سیو دی چلډرن کنټری ډائریکټر ارشد ملك ووئيل دغه ماشومان يريدلې دي، د هغوې كور ، سکول او د لوبو ميدانونه په سېلاب كښې خراب شوي چې ورسره د هغوې د ژوند معمولات ځپلې شوي۔ افغانستان كښې د ورلډ فوډ پروګرام دفتر او ځائې افغان چارواكو له مخې د زياتو بارانونو له امله په ټول هېواد كښې 330 څخه زيات كسان مړه شوي ۔نړيوالو تنظیمونو او افغان چارواكو د سېلاب نه پس د مړو كسانو په شميره كښې د زياتوالې او وبائي رنځونو په خاص توګه په ماشومانو كښې د خپريدو په اړه خبردارے وركړے،ورلډ هيلته ارګنائزېشن وئيلي دي د انفیکشن خطر نګرانۍ لپاره 8 ایمرجنسی رسپانس ډلې سېلاب ځپليو سيمو ته لېږلې شوې دي۔

مزید خبریں