بنجول 05 مئی (اے پي پي) تنظیم اسلامی كنفرنس (او آئی سی) مشرانو كنفرنس 15مه غونډه د خالي په ورځ ګیمبیا پايه تخت بنجول كښې " كوټلې پرمختګ لپاره د خبرو اترو د لارې اتحاد او يووالې زياتولو " په سرخط پيل شوې ده۔شنهوا له مخې د ګیمبیا صدر اداما بارو د پرانستې دستوره كښې ووئيل د مشرانو غونډه د غزه پټی صورتحال په اړه يو مشكل تناظر كښې كېږي۔ده …
ګیمبیا كښې د او آئی سی مشرانو غونډه پيل شوه

مزید خبریں
بنجول 05 مئی (اے پي پي) تنظیم اسلامی كنفرنس (او آئی سی) مشرانو كنفرنس 15مه غونډه د خالي په ورځ ګیمبیا پايه تخت بنجول كښې ” كوټلې پرمختګ لپاره د خبرو اترو د لارې اتحاد او يووالې زياتولو ” په سرخط پيل شوې ده۔شنهوا له مخې د ګیمبیا صدر اداما بارو د پرانستې دستوره كښې ووئيل د مشرانو غونډه د غزه پټی صورتحال په اړه يو مشكل تناظر كښې كېږي۔ده وئويل بحران په نړۍ كښې د استحكام او امن لپاره يو سنګین چیلنج دے،په دې خبره زور راوړلو سره چې ځپلې شوي فلسطینیان بايد خپل وقار بيا ترلاسه كړي۔بیرو په OIC زور راوړې چې “امن او مفاهمت پلو يوه نوې لاره ترسره كړې شي۔د او آئی سی سیكرټری جنرل حسین برهم طحه په غزه د اسرائیلی بريدونو سخته غندنه كړې ده او د فلسطین اولس لپاره ئې د او آئی سی حمایت او د هغې د عزم پخلے كړې۔دا خبره دې ياده وي چې تنظیم اسلامی كنفرنس په 1969 كښې جوړ شوې ؤ او په دې 57 هېوادونه شامل دي۔









