كوالالمپور 05 مئی (اے پي پي) د ملائیشیا وزیر اعظم به د رابطه عالم اسلامی په اشتراك سره د اسياﺀ د مذهبی لارښودو تر ټولو لوئ نړيوال كنفرنس كوربتوب كوي۔اېس پی اے له مخې د مذهبونو پیروكارو ترمينځه د همغږۍ ودې په سرخط كنفرنس به د نهې په ورځ په 7 مئی ملائیشیا پايه تخت كوالالمپور كښې كېږي۔كنفرنس كښې به د 57 هېوادونو تقریبا دوه زره مذهبی شخصیات او پوهان …
ملائیشیا به د مذهبی لارښودو تر ټولو لوي نړيوال كنفرنس كوربتوب كوي

مزید خبریں
كوالالمپور 05 مئی (اے پي پي) د ملائیشیا وزیر اعظم به د رابطه عالم اسلامی په اشتراك سره د اسياﺀ د مذهبی لارښودو تر ټولو لوئ نړيوال كنفرنس كوربتوب كوي۔اېس پی اے له مخې د مذهبونو پیروكارو ترمينځه د همغږۍ ودې په سرخط كنفرنس به د نهې په ورځ په 7 مئی ملائیشیا پايه تخت كوالالمپور كښې كېږي۔كنفرنس كښې به د 57 هېوادونو تقریبا دوه زره مذهبی شخصیات او پوهان ګډون كوي۔د ملائیشیا وزیراعظم انور ابراهیم ٬ د رابطه عالم اسلامی سیكریټری جنرل ډاكټر محمد بن عبدالكرېم العیسی په دې دستوره كښې ګډون كوي۔كنفرنس كښې به د روادارۍ، اعتدال خوښۍ ، تعلیم، پلونو جوړولو په شان سرخطونو ته پام لرنه كولې شي۔د دې مقصد نړيوال امن له وده وركول ، د وګړو ترمينځه يووالې زياتول او تهذیبی مرستې لټون كښې د مذهب كردار رامخې ته كول دي۔









