افغانستان ، په جومات كښې د ډزو پيښه ٬ 6 لمونځګزار شهيدان ٬ 1 ژوبل

کابل۔30اپرېل(اے پی پی) د افغانستان په هرات ولايت كښې په يو جومات كښې د وسله والو كسانو په ډزو 6 لمونځګزار شهيدان او 1 ژوبل شو۔ د شنهوا له مخې د افغانستان د داخله وزارت وياند مفتي عبد المتين قاني د نهې په ورځ په اېكس خپل بيان كښې ووئيل تېره ورځ ماښام وسله والو كسانو د ګوزاره اولسوالۍ په شهرك سيمه كښې په يو جومات كښې د لمونځ په …

کابل۔30اپرېل(اے پی پی) د افغانستان په هرات ولايت كښې په يو جومات كښې د وسله والو كسانو په ډزو 6 لمونځګزار شهيدان او 1 ژوبل شو۔ د شنهوا له مخې د افغانستان د داخله وزارت وياند مفتي عبد المتين قاني د نهې په ورځ په اېكس خپل بيان كښې ووئيل تېره ورځ ماښام وسله والو كسانو د ګوزاره اولسوالۍ په شهرك سيمه كښې په يو جومات كښې د لمونځ په وخت ډزې پېل كړې چې په نتيجه كښې يۍ 6 لمونځګزار شهيدان او 1 ژوبل شو۔ تر دې دمه كومې ډلې يا وګړي د دې بريد ذمه واري قبوله كړې نه ده۔

مزید خبریں