نوے ډيلے 29 اپرېل (اے پي پي)د هند په چهتيس ګړھ رياست كښې د وېن يو ټرك سره د ټكر كېدو په نتيجه كښې 9 تنه مړه او 22 ژوبل شوي چې پكښې د 7 حالت اندېښمن دے۔ د شنهوا له مخې پوليس وئېلي چې پېښه د چهتيس ګرھ سرښار رائے پور څخه نزدې 53 كلوميټره په شمال كښې د بيمترا ضلعې په كاټهيا نومي كلي كښې رامخې ته شوه …
د هند په چهتيس ګړھ رياست كښې ترافيكي پيښه٬ 9 تنه مړه٬ 22 ژوبل

مزید خبریں
نوے ډيلے 29 اپرېل (اے پي پي)د هند په چهتيس ګړھ رياست كښې د وېن يو ټرك سره د ټكر كېدو په نتيجه كښې 9 تنه مړه او 22 ژوبل شوي چې پكښې د 7 حالت اندېښمن دے۔ د شنهوا له مخې پوليس وئېلي چې پېښه د چهتيس ګرھ سرښار رائے پور څخه نزدې 53 كلوميټره په شمال كښې د بيمترا ضلعې په كاټهيا نومي كلي كښې رامخې ته شوه چې پكښې تند رفتاره وين د سړك په غاړه ولاړ ټرك سره ټكر شو۔ په مړو شويو كښې 6 مېرمنې او 3 ماشومان شامل دي۔ ده ووئيل چې ځپلي نزدې ترائيه كلي كښې په يوه دستوره كښې د ګډون كولو نه پس بېرته كور ته روان وو۔د پوليس ابتدائي پلټنو له مخې پېښه د تندرفتارۍ له امله رامخې ته شوه۔









