جمهوريه كانګو كښې د ملګرو ملتونو د امن مشن پاكستانۍ ډلې 20 كاله پس خپل هېواد ته ستنېږي ۔د ملګرو ملتونو وياند

ملګري ملتونه 26 اپرېل (اے پي پي)د ملګرو ملتونو وياند سټيفن دوجارك وئېلي دي د مينځنۍ افريقې جمهوريه كانګو هېواد كښې د ملګرو ملتونو امن مشن(بليو ھیلمټس)لپاره وظيفه ترسره كوونكې پاكستانۍ امن ډلې 20 كاله وظيفه ترسره كولو نه پس بېرته خپل هېواد ته ستنېږي۔ده تېره ورځ نيويارك كښې د ملګرو ملتونو هېډكوارټرز كښې د معمول بريفنګ په مهال ووئېل په كيو ولايت كښې تعينات د پاكستان امن اهلكارو د …

ملګري ملتونه 26 اپرېل (اے پي پي)د ملګرو ملتونو وياند سټيفن دوجارك وئېلي دي د مينځنۍ افريقې جمهوريه كانګو هېواد كښې د ملګرو ملتونو امن مشن(بليو ھیلمټس)لپاره وظيفه ترسره كوونكې پاكستانۍ امن ډلې 20 كاله وظيفه ترسره كولو نه پس بېرته خپل هېواد ته ستنېږي۔ده تېره ورځ نيويارك كښې د ملګرو ملتونو هېډكوارټرز كښې د معمول بريفنګ په مهال ووئېل په كيو ولايت كښې تعينات د پاكستان امن اهلكارو د كال په پېل كښې وتل هلته د ملګرو ملتونو د امن مشن(اېم او اېن يو اېس سي او) د خذمات خاتمه ده۔د ملګرو ملتونو وياند ووئيل جمهوريه كانګو كښې په وړومبي ځل د پاكستان امن اهلكار په كال 2003 كښې تعينات كړے شوي وو٬ساؤت كيوو صوبه كښې يو لك څخه زياتو پاكستانو امن اهلكارو وظيفه ترسره كړې چې پكښې 31 اهلكار د وظيفې ترسره كولو په مهال شهيدان شوي٬پاكستاني امنيتي اهلكارو د نړۍ 29 هېوادونو كښې 46 امن مشنز كښې وظيفه ترسره كړې او ځاني قرباني ئې وركړي خو د پاكستان لپاره په جمهوريه كانګو كښې د ځانونو قربانۍ وركوونكو پاكستانو اهلكارو دا شمېره تر ټولو زياته ده۔ده ووئيل ډس انګيجمنټ منصوبې له مخې د ملګرو ملتونو امن ځواكونو ويستلو سره سره د جمهوريه كانګو حكومت په دې سيمو كښې په خپله موجودګۍ كښې اضافه كوي او مشن د هغوي په درخواست بېرته ستنېږي۔وياند ووئيل زمونږ ملګرو د امن استحكام او سلامتيا لپاره د پاكستان امن اهلكارو مهمو شراكتدارو اعتراف كولو لپاره يوه دستوره وكړه ۔په دستوره كښې په جمهوريه كانګو كښې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل خاص استازي او اېم او اېن يو اېس سي او مشر بنتوكيتا٬د مشن فورس كمانډر ميجرل جنرل كهرډيوف٬ د ساؤت كيوو انفراسټركچر صوبائي وزير او د عبوري ګورنر استازي سيسا وانمبربي او نورو ګډون كولو ۔دغسې د اېم او اېن يو اېس سي او مشر سوئېلي كيوو كښې د امن او سلامتيا ودې لپاره د پاكستان امن اهلكارو لخوا په پراخه مرسته هغوي ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔

مزید خبریں